څو شېبې وړاندې د افغان او پاکستانی ځواکونو ترمنځ په تورخم کې نښته رامنځته شوې چې لا هم جریان لری. عینی شاهدان وایی وسلواله شخړه د پوستې پر سر رامنځته شوې چې د افغانستان په خاوره کې جوړېدله. د عینی شاهدانو په وینا ډزې لومړى د پاکستانی ځواکونو له لورې په یادې پوستې وشوې […]
څو شېبې وړاندې د افغان او پاکستانی ځواکونو ترمنځ په تورخم کې نښته رامنځته شوې چې لا هم جریان لری.
عینی شاهدان وایی وسلواله شخړه د پوستې پر سر رامنځته شوې چې د افغانستان په خاوره کې جوړېدله.
د عینی شاهدانو په وینا ډزې لومړى د پاکستانی ځواکونو له لورې په یادې پوستې وشوې چې افغان ځواکونو هم پرې ځوابی ډزې کړی او د هغوى “نمبر ٢”پوسته یې تر برید لاندې نیولی چې دواړه لورې زخمیان هم لری.
ددوى په خبره د تورخم دروازه ددتګ راتګ لپاره بنده شوې او د دواړو خواو مسافرین بند پاتې.
نور جزئیات وروسته