د افغانستان د ډیموکراسۍ او پراختیا موسسې یا(ADDO) اجرائیوی رٸیس له نړیوال ټولنې او ملګرو ملتونو وغوښتل چې د افغان ښځو له حقونو ملاتړ لپاره جدی اقدام وکړی. دهغه دا څرګندونې د بښنې نړیوال سازمان ۱۶ورځنى کمپاین کې چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالى مخنیوی لپاره یې ترسره کوی په ایکس پاڼه خپرې کړې. […]
د افغانستان د ډیموکراسۍ او پراختیا موسسې یا(ADDO) اجرائیوی رٸیس له نړیوال ټولنې او ملګرو ملتونو وغوښتل چې د افغان ښځو له حقونو ملاتړ لپاره جدی اقدام وکړی.
دهغه دا څرګندونې د بښنې نړیوال سازمان ۱۶ورځنى کمپاین کې چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالى مخنیوی لپاره یې ترسره کوی په ایکس پاڼه خپرې کړې.
هغه ویلی”ملګری ملتونه باید په افغانستان
کې د ښځو د حقونو د ملاتړ
لپاره سمدستی اقدام وکړی او د
بشری حقونو د ټولو نړیوالو قوانینو
په ځانګړی ډول د CEDAW،
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۳۲۵
پریکړه لیک پلی کول یقینی
کړی. تر څو ښځې وکولای
شی په سیاسی بهیر کې د پام وړ رول ولری.»
هغه همدا رازپه افغانستان کې د ښځو په وړاندې د تبعیض ټولو ډولونو د له منځه وړلو کنوانسیون یا(CEDAW)د تطبیق غوښتنه وکړه څو ښځې وکولى شی چې په سیاسی بهیرونو کې د پام وړ رول ولری.
د ښځو په وړاندې د تبعیض د ټولو ډولونو د له منځه وړلو کنوانسیون (CEDAW) په ۱۹۷۹ کې د ملګرو ملتونو د عمومی اسامبلې لخوا تصویب شو،چې په نړیواله توګه د ښځو له حقونو څخه د ملاتړی قانون په توګه کارول کېږی او افغانستان پخوانی حکومت یاد کنوانسیون په ۲۰۰۳کال کې منلى و.
هغه په داسې حال کې د ښځو د تبعیض له منځه وړلو کنوانسیون تطبیق غوښتنه کوی چې پر افغانستان دطالبانو حاکمیت سره سم دې ډلې د ښځو ملاتړی ټول قوانینو لغوه او کنوانسیونونه نقض کړی دی چې له داخلی اونړیوالو غبرګونونو پواسطه د بېلابېلو فعالانو او اورګانونو لخوا یې غندنه هم شوې خو کومه نتیجه یې نده ورکړې.