لغمان کې  نامعلومه  وسلوالو د یوې کورنۍ  دریو تنو ته مرګ ژوبله اړولې:
لغمان کې  نامعلومه  وسلوالو د یوې کورنۍ  دریو تنو ته مرګ ژوبله اړولې:

په لغمان ولایت کې مدنی فعال هجرت الله ناصری خبرګذاری زنان ته وویل تېره شپه شاوخوا نهه بجې د لغمان ولایت قرغیو ولسوالۍ اړوند ګمبیری سیمې ودا خېلو کلی کې یو شخص خپل د کورنۍ درې تنو ته مرګ ژوبله اړولې. هغه وایی چې یوشخص خپله میرنۍ مور او تره زوى وژلی او خپل پلار […]

په لغمان ولایت کې مدنی فعال هجرت الله ناصری خبرګذاری زنان ته وویل
تېره شپه شاوخوا نهه بجې د لغمان ولایت قرغیو ولسوالۍ اړوند ګمبیری سیمې ودا خېلو کلی کې یو شخص خپل د کورنۍ درې تنو ته مرګ ژوبله اړولې.

هغه وایی چې یوشخص خپله میرنۍ مور او تره زوى وژلی او خپل پلار یې ټپی کړى.
خو عینی شاهدان بیا ټپیان دوه تنه بولی.
د سیمې د خلکو په وینا د پېښې په تړاو ټپی شخص په خپل ځوى ادعا کړې او نیول شوى .

د لغمان دامنیه قوماندانۍ لپاره د طالبانو ویاند قاری اکرام الله عثمانی پېښه تاییدوی او وایی چې تېره شپه(شنبې په شپه) یاده پېښْه رامنځته شوې چې چې دوه تنه پکې مړه شوی چې یوتن ښځینه او بل نارینه دى او یوتن پکې زخمی دى.
د هغه په وینا د پېښې په تړاو یې یوتن مشکوک شخص نیولى اوتر تحقیق لاندې دى.
هغه زیاتوی چې د قرغیو ولسوالۍ جنایی مدیریت کې نوموړې قضیه تر څېړنې لاندې ده او په خبره یې هڅه کوی چې عامیلین یې پیدا او د قانون منګولو ته یې وسپارو.

نیول شوى شخص اول خان نومیږی چې د خپلې میرنۍ مور او د کاکا زوى پر وژلو سربېره د خپل پلار په ټپی کولو تورن دى.

د یادونې وړ ده چې تېره ماښام د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې هم د یوې کورنۍ اووه غړی د نامعلومه وسلوالو له لورې وژل شوی وو.