لغمان کې د نجونو د لېسې لپاره ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
لغمان کې د نجونو د لېسې لپاره ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د لغمان سیمه ئیز چارواکی خبر ورکوی، چې د دغه ولایت د الینګار ولسوالۍ په سنګره سیمه کې د ۳۵۲ زره امریکایی ډالرو په لګښت د نجونو لېسې لپاره جوړه شوې و ادنۍ ګټې اخیستې وسپارل شوه. د لغمان لپاره د طالبانو والی قاری زین العابد عابد د یادې ودانۍ د پرانیستې پرمهال ویلی، د […]

د لغمان سیمه ئیز چارواکی خبر ورکوی، چې د دغه ولایت د الینګار ولسوالۍ په سنګره سیمه کې د ۳۵۲ زره امریکایی ډالرو په لګښت د نجونو لېسې لپاره جوړه شوې و ادنۍ ګټې اخیستې وسپارل شوه.

د لغمان لپاره د طالبانو والی قاری زین العابد عابد د یادې ودانۍ د پرانیستې پرمهال ویلی، د سنګره سیمې د نجونو لېسې ودانۍ د «UNHCR» ادارې له لوری د ۳۵۲۰۰۰ زره امریکایی ډالره لګښت جوړه شوې ده.

عابد زیاته کړه، چې یاده ودانۍ ۱۲ درسی خونې، ۴ اداری خونې، د اوبو شبکه، تشنابونه، د ساتوونکو اطاق او د ښوونځی احاطه پکې شامله ده، چې د لسو میاشتو په موده کې چارې بشپړې شوې دی.

د نوموړی د مالوماتو له مخې اوسمهال په ټول لغمان کې ۲۲۹ زره هلکان او نجونې په زده کړو بوخت دی.

ځایې خلک د دغې لېسې جوړېدو ته خوښ دی او په خپلو سیمو کې د ورته نورو پروژو د پلی کېدو غوښتنه کوی.

لغمان د نجونو لپاره د لېسې ودانۍ داسې مهال جوړیږی، چې لاهم د دغه ولایت په زیاتو سیمو کې ښوونځی ودانۍ نه لری.