لغمان کې ځایې سرچینې وایې، چې په دغه ولایت کې د والیبال لوبې پر مهال د یو طالب وسله والو په ډزو څلور ځوانان وژل شوی دی. د پېښې یو عینی شاهد د نوم نه ښودلو په شرط وایې، چې پېښه تیره ورځ ناوخته د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ نورام کلی کې رامنځته شوې ده […]
لغمان کې ځایې سرچینې وایې، چې په دغه ولایت کې د والیبال لوبې پر مهال د یو طالب وسله والو په ډزو څلور ځوانان وژل شوی دی.
د پېښې یو عینی شاهد د نوم نه ښودلو په شرط وایې، چې پېښه تیره ورځ ناوخته د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ نورام کلی کې رامنځته شوې ده .
سرچینه زیاتوی د نصیر احمد په نامه یو طالب د والیبال لوبې پرمهال له یو بل کس سره شخړه او بیا یې پرې ډزې کړی، چې پرمهال یې د والیبال لوبې څلور نندارچیان وژل شوی دی.
بلخوا لغمان کې طالب چارواکی هم یاده پېښه تائیدوی او وایې، چې د یادې پېښې په تور یې یو کس د یو وسلې سره نیولی دی.
چارواکی وایې، نیول شوی کس په خپل جرم اعتراف کړی.