لغمان کې د چاپان هیواد له لوری د ۲۰۰ زره امریکایی ډالرو په لګښت کتابتون جوړ شو
لغمان کې د چاپان هیواد له لوری د ۲۰۰ زره امریکایی ډالرو په لګښت کتابتون جوړ شو

لغمان کې طالب چارواکی خبر ورکوی چې په دغه ولایت کې د ۲۰۰ زره امریکایی ډالرو په لګښت کتابتون جوړ او د خلکو پرمخ پرانیستل شو. د یاد کتابتونو د پرانیستې پرمهال نن(دوشنبه۱۹ دچنګاښ) د لغمان لپاره د طالبانو والی قاری زین العابدین عابد وویل، دغه کتابتون د سلطان غازی بابا ښار ګوټی د نجونو […]

لغمان کې طالب چارواکی خبر ورکوی چې په دغه ولایت کې د ۲۰۰ زره امریکایی ډالرو په لګښت کتابتون جوړ او د خلکو پرمخ پرانیستل شو.
د یاد کتابتونو د پرانیستې پرمهال نن(دوشنبه۱۹ دچنګاښ) د لغمان لپاره د طالبانو والی قاری زین العابدین عابد وویل، دغه کتابتون د سلطان غازی بابا ښار ګوټی د نجونو منځنی ښوونځی کې په ۲۴۵ متره مربع ځمکه کې د جاپان هېواد په مالی لګښت د ۱۹۴ زره او ۵۶۷ امریکایی ډالرو په لګښت د ۹ میاشتو په موده کې جوړ او ګټې اخستنې ته وسپارل شو.
نوموړی زیاتوی یاد کتابتون کې بیلابیل ډوله کتابونه د مطالعې په موخه ایښودل شوی.
لغمان کې یاد کتابتون داسې مهال جوړیږی چې د طالبانو د حکومت په راتګ سره د نجونو پرمخ ښوونځی او پوهنتونونه تړل شوی، چې له امله یې عام خلک ناهیلې شوی او زیاترو یې خپلې زده کړې په نیمایی کې پریښی دی.
له دې سره همهاله ختیځ کې کتاب پلورنکی وایې، چې د تیر په پرتله یې کتاب اخیستونکی کم شوی او له همدې امله زیاتره کتاب پلورنځی تړل شوی هم دی.