د لغمان امنیه قومندانۍ ویاند یونس یوسفزی وایی، نن سهار نهه بجې د الیشنګ ولسوالۍ په ترنګ سیمه کې هایلکس موټر له یوې ریکشې سره ټکړی، چې پرمهال یې په ریکشا کې د دوو میرمنو په ګډون درې کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوی دی. د هغه په خبره ټپیان […]
د لغمان امنیه قومندانۍ ویاند یونس یوسفزی وایی، نن سهار نهه بجې د الیشنګ ولسوالۍ په ترنګ سیمه کې هایلکس موټر له یوې ریکشې سره ټکړی، چې پرمهال یې په ریکشا کې د دوو میرمنو په ګډون درې کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوی دی.
د هغه په خبره ټپیان یې پر وخت د لغمان ولایتی روغتون ته انتقال کړی، چې روغتیایې وضعیت یې د داډ وړ دی.
د نوموړی د مالوماتو له مخې پېښه د هایلکس موټر د چلوونکی د بې احتیاطۍ له امله رامڼځته شوې ده.