لغمان کې سختو بارانونو څلورو ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې
لغمان کې سختو بارانونو څلورو ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې

لغمان ولایت کې پرون مازدیګر د سختو بارانونو اورېدو له امله د یوه کور دیوال نړېدلی چې په نتیجه کې یوماشوم مړ او درې تنه ماشومان یې ټپیان شوی. دلغمان ولایت د پېښو پر وړاندې د چمتووالی او مبارزې ریاست لپاره د طالبانو رئیس قاری خیرمحمد غازی وایی چې وروستیو اورښتونو د لغمان الینګار ولسوالۍ […]

لغمان ولایت کې پرون مازدیګر د سختو بارانونو اورېدو له امله د یوه کور دیوال نړېدلی چې په نتیجه کې یوماشوم مړ او درې تنه ماشومان یې ټپیان شوی.

دلغمان ولایت د پېښو پر وړاندې د چمتووالی او مبارزې ریاست لپاره د طالبانو رئیس قاری خیرمحمد غازی وایی چې وروستیو اورښتونو د لغمان الینګار ولسوالۍ په حاجی کلا سیمه کې د یوې کورنۍ دیوال نړولی چې یو ماشوم پکې وژل شوی او درې نور ټپیان دی.

نوموړی زیاته کړه چې د الینګار په سنګره، پړوایی، بدیع الاباد، کټل، قلعه ټکه او ځینو نورو سیمو کې سیلابونه راغلی چې ځینې کورونه یې نړولې، سړکونه، پلچکونه او لارې یې بندې کړی دی.

د الینګار ولسوالۍ معاون حقانی هم دغه پېښه تائیدوی.

د یادونې وړ ده چې له دې دوه اونۍ وړاندې هم د سختو اورښتونو له امله په مرکز او ولسوالیو کې ګڼې سمیې سیلابونو خرابې کړې وې.