لغمان کې له ۵۰۰ کونډو او بیوزله میرمنو سره د ژمنېو توکو مرسته ترسره شوه
لغمان کې له ۵۰۰ کونډو او بیوزله میرمنو سره د ژمنېو توکو مرسته ترسره شوه

خبرگزاری زنان افغانستان: د لغمان سیمه ئیز چارواکی وایی، چې په دغه ولایت کې یې له پنځه سوه کونډو او بیوزله میرمنو سره د ژمنیو اړینو توکو مرسته ترسره کړه. د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس فیض الله جواد وایی، یادې کورنۍ له سروې ورورسته مستحیقې پیژندل شوی چې پرې ژمنی توکی […]

خبرگزاری زنان افغانستان: د لغمان سیمه ئیز چارواکی وایی، چې په دغه ولایت کې یې له پنځه سوه کونډو او بیوزله میرمنو سره د ژمنیو اړینو توکو مرسته ترسره کړه.

د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس فیض الله جواد وایی، یادې کورنۍ له سروې ورورسته مستحیقې پیژندل شوی چې پرې ژمنی توکی وویشل شول.

نوموړی پر نورو خیریه بنسټونو هم غږ وکړ، چې خپلې مرستې دې له اړمنو کورنیو نه سپموی.

هغه بیوزله کورنیو چې مرستې یې ترلاسه کړی خوښی څرګندوی او د ورته نورو مرستو غوښتونکی دی.

له دې وړاندې هم په لغمان، ننګرهار، کونړ او نورستان ولایتونو کې پر اړمنو کورنیو خوراکی او نور اړین توکی ویشل شوی وو.