لغمان کې په بیلابیلو پیل شویو پروژو کې ۲۴ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې
لغمان کې په بیلابیلو پیل شویو پروژو کې ۲۴ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې

لغمان کې طالب چارواکی خبر ورکوی،چې د دغه ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې د ۴۵۰ میلیون افغانیو په لګښت یو شمېر پروژې پیل شوې چې په کې زر ګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده. د دغه ولایت لپاره د طالبانو د کلیو پراختیا او بیارغونې رییس مولوی زرکمر وایې، چې په الینشګ […]

لغمان کې طالب چارواکی خبر ورکوی،چې د دغه ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې د ۴۵۰ میلیون افغانیو په لګښت یو شمېر پروژې پیل شوې چې په کې زر ګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د دغه ولایت لپاره د طالبانو د کلیو پراختیا او بیارغونې رییس مولوی زرکمر وایې، چې په الینشګ ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو د یونپس ادارې د ۴۵۰ میلیون افغانیو مالی ملاتړ د پنځو پراختیایی پروژو چارې پیل شوې.
د نوموړی په خبره په یادو پروژو کې د نویو سړکونو جوړول، استنادی دیوالونو جوړول، د اوبو کانالونو پاکول او نورې پروژې شاملې دی چې چارې به یې په نیږدې راتلوونکې کې بشپړې شی.
زرکمر زیاتوی:«د لغمان په الیشنګ ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو د یونپس ادارې له لوری مختلفې پروژې د ۴۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوی، چې په کې د ۲۰۰ کیلومتره نوی سړک جوړول، د ۴۰۰ کیلومتره سړکونو ترمیم، د ۳۰ کیلومتره استنادی دېوالونو جوړول، د ۱۲۰۰ کیلومتره کانالونو پاکول شامل دی چې په کې ۲۴ زره کسان ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.»
په ورته مهال د لغمان اوسیدونکی هم د یادو پروژ پیل ته خوښ دی او له مسولو چارواکو او مرستندویه ادارو د ورته نورو بنسټیزو پروژو د پلی کیدو غوښتنه کوی.
د لغمان ولایتی چارواکی داسې مهال په دې ولایت کې د بنسټیزو پروژو د پلی کیدو خبر ورکوی چې، د دې ولایت په لرې پرتو سیمو کې خلک د متوازن انکشافی پروژو شکایت کوی او له حکومت په دې برخه کې د پراختیایی پروژو د پلی کیدو غوښتنه کوی.