له دوو کالو راهیسې په افغانستان کې د ښځو ځان وژنې کې زیاتوالى راغلى
له دوو کالو راهیسې په افغانستان کې د ښځو ځان وژنې کې زیاتوالى راغلى

د روغتیا نړیوال سازمان او یو شمېر نورو بهرنیو رسنیو د څېړنو له مخې ویلی چې د تېرو دوو کالو راهیسې په افغانستان کې د ښځو ځان وژنې کې زیاتولى راغلى او ۸۰سلنه د ځانوژنې هڅې د ښځو لخوا کېږی. دا څېړنې چې د روغتیا نړیوال سازمان(WHO),ګارډین ورځپاڼې او د Tortoise Media لخوا ترسره شوی […]

د روغتیا نړیوال سازمان او یو شمېر نورو بهرنیو رسنیو د څېړنو له مخې ویلی چې د تېرو دوو کالو راهیسې په افغانستان کې د ښځو ځان وژنې کې زیاتولى راغلى او ۸۰سلنه د ځانوژنې هڅې د ښځو لخوا کېږی.

دا څېړنې چې د روغتیا نړیوال سازمان(WHO),ګارډین ورځپاڼې او د Tortoise Media لخوا ترسره شوی ویلی چې د طالبانو لخوا پرښځو بې شمېره محدودیتونه ددې سبب ګرځېدلی چې ښځې له خپل ژونده ناهیلې شی او ځان وژنې ته مخه کړی.

د دې څېړنو له مخې د امریکا وتل او په ۲۰۲۱کال کې د طالبانو واک ته رسېدلو څخه وروسته د عامو افغانانو د ژوند کړۍ ورتنګه کړې او په ځانګړې توګه نجونې او میرمنې ژوندیې د سختو کړاونو ډک کړى.

یادو څېړنو کې په افغانستان کې د نجونوپه زده کړو بندیزونه څخه یې له شپږم ټولګی څخه پورته د نجونو پر زده کړو بندیز،په خصوصی او دولتی پوهنتونونو کې د نجونو د زده کړو منع،د آنلاین زده کړو په وړاندې د انټرنیټ خراب کیفیت،دنجونو پر فراغت غونډې بندیز،د کانکور ازموینې څخه د نجونو محرومول، زده کړو په موخه د نجونو له هیواده بهر تګ باندې بندیزونه لګولی چې نجونې یې د ناهیلۍ سره مخ کړی.

که څه هم ټولو اسلامی هیوادونو زده کړه د نجونولپاره فرض بولی او پر طالبانو غږ کړى چې نجونو باندې د زده کړو په برخه کې بندیزونه لرې کړی خو ددوى غوښتنې ته کوم مثبت ځواب ندى ورکول شوى.

همدا راز په روغتیایی برخه کې ښځې هم د طالبانو له بندیزونو په آمن نه دی پاتې، پر ښځینه ډاکترانې د نارینه ډاکترانو سره له مشورې منع شوى.

یادې څېړنو په ټکو ددې کال په پیل کې په زرګونو میرمنې له دولتی دندو ګوښه شوی،د ملګرو ملتونو او نادولتی موسسو لپاره د ښځو پر کار کولو بندیز لګېدلى.

همدا راز دې څېړنې کې طالبانو ښځې له محرم پرته په الوتکو،بس یا موټر کې د لرې واټن د سفر کولو،د هیواد پارکونو، سپورتی مرکزونو، جیمونو، عامه حمامونو، ښکلا سالونونو ته له ورتګه منع کړی.

په افغانستان کې د بشری حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینیټ، یاد محدودیتونه چې د طالبانو سرپرست حکومت پر افغان ښځولګولی دی زړه بوږنونکی بللی او ویلی دی “د طالبانو افغانې ښځې په بشپړه توګه له ټولنې ویستلې دی.”

که څه هم دطالبانو سره د مذارکاتو پر مهال د دوى د بدلون او اعتدال خبرې کېدلې خو اوس وخت کې طالبانو لخواد ښځو په وړاندې له افراطیت او ځپنې څخه ډکه پالیسی مخ ته وړل دا ثابتوی چې دوى د پخوا په پرتله څو برابره نور هم سختدریځه شوی.

د طالبانو د تېر حکومت له منځه تلل او نوی جمهوری دورې په پیلېدو سره ښځې د عامه ژوند له سیوری څخه ورو ورو په تدریجی ډول راووتلې او له ښوونځی له تګ څخه تر مشرتابه رولونوپر غاړه اخیستلو ترحده یې پرمختګ وکړ.

دوى په دولتی، دیپلوماتیکو پوستونو، مدنی ټولنو او نورو کې دنده ترسره کړې.

خو د طالبانو د راتګ څخه تر نننه ښځې تر فشار لاندې نیول شوی چې ددوى بې شمېره بندیزونو ښځې ناهیلی کړی چې له امله یې د تېر په پرتله د ښځو په ځان وژنې کې ۸۰سلنه لوړوالى راغلى.