له زده کړو د نجونو بې برخې کول په کورنیو او د افغانستان پر راتلونکې ناوړه پایلې لری
له زده کړو د نجونو بې برخې کول په کورنیو او د افغانستان پر راتلونکې ناوړه پایلې لری

د بشری حقونو د څار اداره وایی، طالبانو د ۳۰۰ ورځو لپاره ښوونځیو ته د نجونو پر ورتګ بندیز لګولی او له زده کړو د نجونو انکار په کورنیو او د افغانستان پر راتلونکی ناوړه پایلې لری. د بشری حقونو د څار ادارې نن (چهارشنبه د سرطان ۲۲مه) د نجونو د تعلیم د حق د […]

د بشری حقونو د څار اداره وایی، طالبانو د ۳۰۰ ورځو لپاره ښوونځیو ته د نجونو پر ورتګ بندیز لګولی او له زده کړو د نجونو انکار په کورنیو او د افغانستان پر راتلونکی ناوړه پایلې لری.

د بشری حقونو د څار ادارې نن (چهارشنبه د سرطان ۲۲مه) د نجونو د تعلیم د حق د اهمیت په اړه د یوې ځانګړې پیغام په خپرولو سره اعلان وکړ چې د طالبانو له خوا د ثانوی زده کړو بندیز د دې لامل شوی چې په افغانستان کې نجونې د ۳۰۰ ورځو لپاره له زده کړو بې برخې پاتې شوی. د نجونو، کورنیو او راتلونکی لپاره ویجاړونکی پایلې لری.

د ښوونځی افغان زده کوونکې وایی: موږ لا هم د ښوونځی د تلو او درس ویلو خوب وینو.

له دغو زده کوونکو څخه یوه وویل: ما هره شیبه حساب کړه، ځکه پوهیدم چې ښوونځی هغه ځای دی چې د ژوند ګل او خوبونه پکې غوړیږی.

یو شمېر مېرمنو هم د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو هیلې وستایلې او له طالبانو یې وغوښتل چې د زده کړو تر څنګ دې ښځو او نجونو ته د کار زمینه برابره کړی.