له پاکستانو څخه راستانم شویو کډوالو کې درې میرمنوپه لاره ماشومان زېږولی
له پاکستانو څخه راستانم شویو کډوالو کې درې میرمنوپه لاره ماشومان زېږولی

له پاکستانو څخه راستانم شویو کډوالو کې درې میرمنوپه لاره ماشومان زېږولی   په طورخم کې د رستانه شویو کډوالو کې دریو حامله میرمنو د طورخم په لاره ماشومان زېږولی دی. په راستانه شویو کډوالو کې یو میرمنې خبرګذاری زنان افغانستان ته وویل چې تېره ورځ یوې میرمنې غبرګونې او دوه میرمنو یو-یو ماشوم زېږولى […]

له پاکستانو څخه راستانم شویو کډوالو کې درې میرمنوپه لاره ماشومان زېږولی

 

په طورخم کې د رستانه شویو کډوالو کې دریو حامله میرمنو د طورخم په لاره ماشومان زېږولی دی.

په راستانه شویو کډوالو کې یو میرمنې خبرګذاری زنان افغانستان ته وویل چې تېره ورځ یوې میرمنې غبرګونې او دوه میرمنو یو-یو ماشوم زېږولى دى.

د هغې په وینا یادو میرمنو د زېږون پر مهال هیڅ ډول روغتیایی خدمتونو ته چې یوه میرمنه یې د زېږون پروخت ورته اړتیالری،لاسرسى نه درلود.

هغې د طالبانو له حکومت او نړیوالو موسساتو څخه وغوښتل چې د ښځو لپاره ځانګړی ډاکتران او ښځینه روغتیایی کارکوونکی ورولېږی څوپخپل وخت یې درملنه وشی.

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو والی ویاند قاضی ملاعادل بیا وایی چې د ښځینه او نارینه و لپاره یې روغتیایی خدمتونو وړاندې کولو لپاره د روغتیایی سیارټیمونه لېږلی څو د ناروغانو درملنه کړی.

د طورخم موقتی کمپ کې د ۲۰۱خالدبن ولید قل اردو سل بسترېز روغتون مسٶل ډاکترنقیب الله وایی چې د نارینه او ښځینه و د درملنې لپاره یې ځانګړې څانګې جوړې کړې چې په کې ټول اړین خدمتونه ترسره کېږی.

د ننګرهار د رسنیو دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی چې د ګرځنده روغتیایی ټیمونو له لورې یې د شااوخوا ۶۰۰۰راستانه شویو کډوالو درملنه کړې.

د خبرپاڼې له مخې تورخم کې د بېرته راستنو شویو کډوالو موقتی کمپ څخه تېرو څلرویشتو ساعتونو کې دخیریه بنسټ له لوری پنځوس عاجل ناروغان امبولانسونو په واسطه روغتیایی مرکزونو ته لېږدول شوی دی.

خبرپاڼه زیاتوی”په دې ناروغانو کې دنورو ترڅنګ د نسایی ولادی ناروغان هم و، چې په روغتیایی مرکزونو کې یې ښه درملنه شوې.”