له ښوونځی فارغې نجونې:طالبان مونږ ته اسناد نه راکوی
له ښوونځی فارغې نجونې:طالبان مونږ ته اسناد نه راکوی

خبرگزاری زنان افغانستان: له ښوونځی تازه فارغې نجونې وایی طالبانو د پوهنې وزارت ورته دفراغت اسناد نه ورکوی. فهیمه(مستعار نوم)وایی ډیرې هڅې وکړې خو د فراغت سند یې ترلاسه نکړ. هغه زیاتوی(کله چې طالبان راغلل دولسم صنف کې وم،دوى ښوونځی وتړل بیایې له ټولو نجونو یوځاى امتحان په یو ورځ واخیست او فارغې یې کړو […]

خبرگزاری زنان افغانستان: له ښوونځی تازه فارغې نجونې وایی طالبانو د پوهنې وزارت ورته دفراغت اسناد نه ورکوی.

فهیمه(مستعار نوم)وایی ډیرې هڅې وکړې خو د فراغت سند یې ترلاسه نکړ.

هغه زیاتوی(کله چې طالبان راغلل دولسم صنف کې وم،دوى ښوونځی وتړل بیایې له ټولو نجونو یوځاى امتحان په یو ورځ واخیست او فارغې یې کړو خو د فراغت سند یې تراوسه نه دى راکړى چې د نشتون له امله یې ونه توانېدم بل هیواد کې پوهنتون پیل کړم،دوى زمونږ لاسونه تړلی)

پروانه چې د یو خصوصی ښوونځی څخه په ۱۴۰۱کال کې د طالبانو ډلییز امتحان وروسته فارغه شوې د طالبانو د پوهنې ریاست لخوا په ډلییز امتحان کې د نمرو ورکولو راضی نه ده،هغه وایی ” هلکانو په عادی ډول خپلې ازموینې ورکولې خو مونږ آن ښوونځی ته ورتلى نشو،بیا دوى له مونږ څخه د ټولو مضمونونه امتحان په یو ورځ واخیست ډیره سخته وه خو مونږ ازموینه ورکړ کله چې مو نمرې ولېدلې کمې وې،کمې نمرې او بیا د فراغت سند نه ورکول زیاته خفه کړم”

هغه وایی له وروستی کانکور د نجونو محرومول او پوهنتونونو ته نه پرېښودلو ناهیلې کړې خو بهر ته د تګ څخه هم منع شوې ځکه چې لوړو زده کړو لپاره له هیواده بهر د خپل هیواد د ښوونځی اسناد باید ولری خو په وینا یې دوى(طالبان) یې نه ورکوی.

یو کال وړاندې له ښوونځیو څخه منع شویو انجونو چې د طالبانو د راتګ پرمهال په دولسمو ټولګیو کې وې د طالبانو لخوا یوه عمومی او ډلییزه ازموینه واخیستل شوه او ګڼې نجونې یې فارغې اعلان کړې خو دوى شکایت کوی چې لاهم اسناد نه دی ورکول شوی دوى د طالبانو غواړی چې ژر تر ژره دې ددوى اسناد ورکړی.