ملګرو ملتونو د جنسیت پربنسټ د تاوتریخوالی مخنیوی لپاره ۱۶ورځنى کمپاین پیلوی
ملګرو ملتونو د جنسیت پربنسټ د تاوتریخوالی مخنیوی لپاره ۱۶ورځنى کمپاین پیلوی

خبرگزاری زنان افغانستان: دملګری ملتونوسازمان د ښځو څانګه د جنسیت پربنسټ د تاوتریخوالی مخنیوی لپاره ۱۶ورځنى کلنى کمپاین پیلوی. دیاد سازمان د ښځو څانګې پخپله ویبپاڼې کې د یوې اعلامیې له مخې چې د نومبر په لسمه یې خپره کړې خبردارى ورکړى چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالی د پاى ته رسولو نړیوالې ورځ […]

خبرگزاری زنان افغانستان: دملګری ملتونوسازمان د ښځو څانګه د جنسیت پربنسټ د تاوتریخوالی مخنیوی لپاره ۱۶ورځنى کلنى کمپاین پیلوی.

دیاد سازمان د ښځو څانګې پخپله ویبپاڼې کې د یوې اعلامیې له مخې چې د نومبر په لسمه یې خپره کړې خبردارى ورکړى چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالی د پاى ته رسولو نړیوالې ورځ چې د روانې میاشنې په ۲۵مه نېټه نمانځل کېږی کلنى کمپاین پیلوی.

دوى په دې اعلامیه کې ویلی چې په شپاړس(۱۶)ورځو کې به د حکومتونو،بنسټونو او اتباعو څخه وغواړی چې د جنسیت پربنسټ د تاوتریخوالی په له منځه وړلو او مخنیوی په برخه کې څومره پاملرنه کوی او په متحده توګه د ښځو او نجونوپه وړاندې د تاوتریخوالی مخنیوی لپاره پانګونه وکړی.

د اعلامیې له مخې دا کمپاین چې ملګرو ملتونود عمومی سرمنشی په نوښت رامنځته شوى په ټوله نړۍ کې به د مدنی ټولنې لخوا رهبری کېږی او تر ۲۰۳۰کال پورې به د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالی پاى ته رسولو لپاره د UNITE لخوا تمویلېږی.

دغه ادارې ویلی چې دا مهال په ټوله نړۍ کې په هرو دریو میرمنو کې یې یوه په ژوند کې لږترلږه یو ځل د فزیکی یا جنسی تاوتریخوالی سره مخ کېږی او په هرو پنځو میرمنو کې څلور میرمنې چې په سلو کې ۸۶سلنه جوړوی قانونی خوندیتوب ته لاسرسى نه لری.

د ښځو د ملاتړ دا سازمان همدا راز ویلی چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالی مخنیوی لپاره مالی ژمنې او هڅې محدودې شوى او لاډېرې پانګونې او هڅو ته اړتیا ده.

دې سازمان په نړۍ په مشرانوغږ کړى چې د تاوتریخوالی مخنیوی لپاره پانګونه لا زیاته کړی،چې په دې برخې کې هڅې او پانګونې د برابرې،عادلانه او هوسا نړۍ جوړولولپاره یو ګام دى.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه په داسې حال کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالی د زیاتوالی خبره کوی چې تازه افغان ښځینه فعاله د طا.لب استخباراتو لخوا نیول شوې او له دې وړاندې دوه تنه ښځینه مدنی فعالانې د طالبانو لخوا بندیانې شوې وې چې لا هم په بند کې دی او د ښځو د حقونو ملاتړ ټول قوانین لغوه،ددوى د حقونو مدافع درې له منځه تللې او ګڼې ښځې د تاوتریخوالی سره مخ دی.