اوچا په یوه بیان کې یو ځل بیا د طالبانو پر هغې پرېکړې نیوکه کړې چې په نادولتي ادارو کې یې د ښځو د کار د محدودولو په اړه کړې ده. د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي، د دې وخت رارسېدلی چې ټولې ښځې د افغانستان د ښځو تر څنګ […]
اوچا په یوه بیان کې یو ځل بیا د طالبانو پر هغې پرېکړې نیوکه کړې چې په نادولتي ادارو کې یې د ښځو د کار د محدودولو په اړه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي، د دې وخت رارسېدلی چې ټولې ښځې د افغانستان د ښځو تر څنګ ودرېږي.
د یاد خبر له مخې؛ په هغې اعلاميه کې چې پرون خپره شوه، اوچا يو ځل بيا د طالبانو پر هغې پرېکړې نيوکه کړې چې په نادولتي ادارو کې يې د ښځو د کار د محدودولو لپاره کړې وه.
همدارنګه ویل شوي چې ښځې د غیر دولتي موسسو د کار ځواک له ۳۵ څخه تر ۴۰ سلنې پورې جوړوي او په افغانستان کې ۸۰ سلنه بشري فعالیتونه ترسره کوي.
د اوچا په وينا، هڅې روانې دي چې طالبان پر ښځو دغه بنديز لرې کړي.
دوه میاشتې وړاندې طالبانو د غیردولتي موسسو ښځینه کارکوونکو ته امر وکړ چې په کورونو کې پاتې شي. د دې اقدام په غبرګون کې په افغانستان کې یو شمېر بشري فعالیتونه ودرول شول.
خبرگزاری زنان افغان