خبرگزاری زنان افغانستان: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشی ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا د ښځو د آرایشګاوی د صالونونو د تړلو په اړه د طالبانو حکم په افغانستان کې د اقتصادی وضعیت خرابول او د بې وزلۍ د کمولو په لور یو ګام شاته بللی دی. اوتونبایوا له رسنیو سره په مرکه کې […]
خبرگزاری زنان افغانستان: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشی ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا د ښځو د آرایشګاوی د صالونونو د تړلو په اړه د طالبانو حکم په افغانستان کې د اقتصادی وضعیت خرابول او د بې وزلۍ د کمولو په لور یو ګام شاته بللی دی.
اوتونبایوا له رسنیو سره په مرکه کې ویلی، چې د طالبانو دغه پرېکړه به پر ښځینه کاریګرو باندی منفی اغېز وکړی او د اقتصادی انعطاف او د بې وزلۍ د کمولو په لاره کې به خنډ رامنځته کړی.
په همدې حال کې په کابل او نورو ولایتونو کې یو شمېر ښځینه آرایشګاوی وایی چې دوی د خپلو کورنیو د ډوډۍ خاوندان دی او د آرایشګاوی د صالونونو د تړلو په اړه د طالبانو ډلې وروستۍ پرېکړې دوی سخت اندېښمن کړی دی.
د ښځو د حقونو فعالانو هم د کار او مسلکی ښځو د ملاتړ غوښتنه کړې ده. خو د طالبانو ډله وایی چې دا پرېکړه یې د هغو فعالیتونو د مخنیوی لپاره کړې چې د ټولنې د اخلاقی بربادۍ لامل کېږی.
خو د آرایشګاوی د صالونونو جبری تړل په دې برخه کې د کار کوونکو مېرمنو لپاره سخته اندېښمنه کړې او وایی چې د طالبانو دغه حکم به د دوی د کورنیو لپاره د بېکارۍ او د معیشت د ستونزو لامل شی.
خبرگزاری زنان افغانستان