ملګری ملتونه: موږ د سواد په برخه کې له افغان ښځو سره مرسته کوو
ملګری ملتونه: موږ د سواد په برخه کې له افغان ښځو سره مرسته کوو

ملګری ملتونه: موږ د سواد په برخه کې له افغان ښځو سره مرسته کو   خبرگزاری زنان افغانستان: د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالی کمېشنرۍ (UNHCR) اعلان کړی چې غواړی په افغانستان کې له داخلی بې ځایه شویو او زیانمنو ښځو سره د سواد زده کړې په برخه کې مرسته وکړی. د […]

ملګری ملتونه: موږ د سواد په برخه کې له افغان ښځو سره مرسته کو

 

خبرگزاری زنان افغانستان: د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالی کمېشنرۍ (UNHCR) اعلان کړی چې غواړی په افغانستان کې له داخلی بې ځایه شویو او زیانمنو ښځو سره د سواد زده کړې په برخه کې مرسته وکړی.

د سواد د نړیوالې ورځې په مناسبت دغه دفتر په خپل ټویتر کې لیکلی: “دوی هڅه کوی چې بې ځایه شویو افغان میرمنو ته د سواد زده کړې مهارتونه ور زده کړی او پر ځان باور پیدا کړی.”

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالی کمېشنرۍ د یو زده کونکی وینا خپره کړه چې په کې ویل شوی، “سواد ماته هیله راکوی.

پرون “جمعه، د سنبلی ۱۷مه” د سپټمبر اتمه د سواد له نړیوالې ورځې سره برابره وه.

دغه راز دغه دفتر ټینګار کړی چې زده کړه د انسان حق دی.

د یادونې وړ ده چې له ۱۹۶۷ کال راهیسې دا ورځ هر کال د سواد زده کړې د ودې او پراختیا په موخه په بېلابېلو شعارونو نمانځل کېږی.

سږکال دغه ورځ د “په بدلیدونکی نړۍ کې د سواد زده کړې ته وده ورکول او د سوله ایزو او با ثباته ټولنو رامینځته کول” شعار سره لمانځل کیږی.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالی کمېشنرۍ دفتر په داسې حال کې د پوهنې په برخه کې ټینګار کوی چې څه باندې دوه کاله کېږی چې د طالبانو سرپرست حکومت په افغانستان کې له شپږم ټولګی څخه پورته نجونې ښوونځیو ته له تلو منع کړې دی.

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت هم په پوهنتونونو او ښوونیزو مرکزونو کې د افغان ښځو او نجونو د زده کړو مخه نیولې ده.

د طالبانو حکومت دغه کړنه د دې لامل شوې چې میلیونونه ښځینه زده کوونکی له زده کړو بې برخې پاتې شی.

 

خبرگزاری زنان افغانستان