نارینه خیاطانو ته د طالبانو امر:ښځینه جامې مه ګنډٸ
نارینه خیاطانو ته د طالبانو امر:ښځینه جامې مه ګنډٸ

د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ولایتی ریاست محتسبینو نارینه خیاطانو ته امر کړی چې د ښځو جامې دې نه ګنډی. خیرالله چې د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحیه کې د خیاطانو په نامه مشهوره کوڅه کې د خیاطۍ دوکان لری وایې، د امر […]

د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ولایتی ریاست محتسبینو نارینه خیاطانو ته امر کړی چې د ښځو جامې دې نه ګنډی.

خیرالله چې د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحیه کې د خیاطانو په نامه مشهوره کوڅه کې د خیاطۍ دوکان لری وایې، د امر بالمعروف ادارې استازو ورڅخه په ټینګه غوښتنه کړې، چې نور دې د ښځینه وو جامی نه ګنډی.

نوموړی زیاتوی طالبانو ورته ویلی، هغه خیاطان چې له دغه امره سرغړونه کوی دوکان یې تړل کیږی او مالکانو سره به یې قانونی چلند وشی.

هغه زیاتوی اوسمهال په جلال اباد ښار کې د ګوتو په شمیر د ښځینه خیاطۍ مرکزونه شته چې نه یوازې د طالبانو له لوری ښکاره فعالیت نه کوی، بلکې ځینې د طالبانو له ویرې هم تړل شوی دی.

خیاطان د طالبانو یادې پریکړې اندیښمن کړی او وایې، په یاد بندیز سره به یې کارونه په ټپه ودریږی.

هڅه مو وکړه په دې ننګرهار د طالبانو امر بالمعروف ریاست چارواکو نظر ولرو، خو بریالی نشو.

د طالبانو د حکومت په راتګ سره پر ښځو محدودیتونه زیات شوی چې له امله یې میرمنې له ګڼو ستونزو سره مخ شوی دی.