نامعلومه وسلوالو په ننګرهار کې یو قومی مشر وژلى
نامعلومه وسلوالو په ننګرهار کې یو قومی مشر وژلى

په ننګرهار کې یوقومی مشر د شنبې په ورځ د نامعلومه وسلوالو له لورې وژل شوى. ځایی سرچینې وایی یاد قومی مشر چې شیخ مقدس بلال چې د ننګرهار ولایت جلال آباد ښار د اومې ناحیې اوسېدونکى و شنبه مازیګر د نامعلومه وسلوالو له لورې د هغه د کورنۍ مخ ته وژلى. د سرچینې په […]

په ننګرهار کې یوقومی مشر د شنبې په ورځ د نامعلومه وسلوالو له لورې وژل شوى.

ځایی سرچینې وایی یاد قومی مشر چې شیخ مقدس بلال چې د ننګرهار ولایت جلال آباد ښار د اومې ناحیې اوسېدونکى و شنبه مازیګر د نامعلومه وسلوالو له لورې د هغه د کورنۍ مخ ته وژلى.

د سرچینې په وینا یاد قومی مشر چې د ننګرهار روداتو ولسوالۍ اصلی اوسېدونکى و تېره ورځ په داسې حال کې چې خپلې کورنۍ سره په شخصی موټر کې و د ښځې او ماشومان په وړاندې په ډزو وژلى.

طالبانو لا په دې اړه څه نه دی ویلی.

په داسې حال کې چې طالبان د بشپړ امنیت ادعا کوی په ننګرهار ولایت کې هدفی وژنو زور اخیستى خو پر رسنیو محدودیتونو او سانسور له امله تر رسنیز پوښښ لاندې نه نیول کېږی.