ناپېژنده وسله‌والو تیر شپه د کندهار ښار د اتمی او دیارلسمې حوزو ترمنځ د چهار باغ پل سیمه کې یو کس وژلی دی.
ناپېژنده وسله‌والو تیر شپه د کندهار ښار د اتمی او دیارلسمې حوزو ترمنځ د چهار باغ پل سیمه کې یو کس وژلی دی.

په سیمه کې سرچینو رسنیو ته ویلی، چی وسله‌وال کسان په یوه موټر کې سپاره وو او دغه کس یې لاس تړلی له موټر راښکته کړی او دغه سیمه کې یې په ډزو ویشتلی دی. د سرچینو په وینا، د وژل شوی سړی لاسونه تړل شوی او جسد یې په واله کې اچول شوى دى […]

په سیمه کې سرچینو رسنیو ته ویلی، چی وسله‌وال کسان په یوه موټر کې سپاره وو او دغه کس یې لاس تړلی له موټر راښکته کړی او دغه سیمه کې یې په ډزو ویشتلی دی.

د سرچینو په وینا، د وژل شوی سړی لاسونه تړل شوی او جسد یې په واله کې اچول شوى دى او وسله‌وال د یاد کس له وژلو وروسته له سیمې وتښتېدل.

د دغه سړی د وژنې انګېزه لا هم نه ده معلومه.

تراوسه د وژل شوی کس هویت نه دی معلوم او جسد یې د امنیتی ځواکونو له لوری میروس روغتون ته وړل شوی دی.

په دې وروستیو کې په یو شمېر ولایتونو کې مرموزې وژنې زیاتې شوې دی.