نجونو ته به له شرایطو سره سم د زده‌کړو زمینه برابره شی
نجونو ته به له شرایطو سره سم د زده‌کړو زمینه برابره شی

خبرگزاری زنان افغانستان: د کورنیو چارو سرپرست وزیر هېواد ته د اسلامی همکاریو سازمان له راغلی پلاوی سره لیدلی دی. د کورنیو چارو وزارت ویاند پر خپله ټویټر پاڼه لیکلی چې په دې لیدنه کې د ګڼو مسایلو سربېره د زده‌کړو په اړه هم خبرې شوې دی. نوموړی زیاتوی چې په دې لیدنه کې د […]

خبرگزاری زنان افغانستان: د کورنیو چارو سرپرست وزیر هېواد ته د اسلامی همکاریو سازمان له راغلی پلاوی سره لیدلی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند پر خپله ټویټر پاڼه لیکلی چې په دې لیدنه کې د ګڼو مسایلو سربېره د زده‌کړو په اړه هم خبرې شوې دی.

نوموړی زیاتوی چې په دې لیدنه کې د اسلامی همکاریو سازمان پلاوی زده‌کړې د نارینه او ښځینه حق وباله او څرګنده کړې یې ده چې د دینی زده‌کړو ترڅنګ عصری زده‌کړې د ټولڼې پرمختګ ته لار هواروی. ورته مهال د کورنو چارو سرپرست وزیر ویلی، چې تعلیم د مسلمانانو شریکه اړتیا ده او له راغلی پلاوی یې غوښتی چې په دې برخه کې له زغم او حوصلې کار واخلی.

نوموړی ویلی، د نجونو تعلیم د ټولنې اړتیا ده او له شرایطو سره سم به دغه ستونزه هواره شی.

باید وویل شی، چې څه باندې دوه کاله کېږی، چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې له شپږم ټولګی څخه پورته نجونې ښوونځیو ته له تلو منع کړې دی.

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت هم په پوهنتونونو او ښوونیزو مرکزونو کې د افغان ښځو او نجونو د زده کړو مخه نیولې ده.

د طالبانو حکومت دغه کړنه د دې لامل شوې چې میلیونونه ښځینه زده کوونکی له زده کړو بې برخې پاتې شی.

د یادونې وړ ده، چې پر دې سربېره ښځې د ورزشی کلپونو، رسټورانټونو، عامه حمامونو، د نارینه ډاکټرانو له معایناتو، له محرم پرته له سفر او په کورنیو او نړیوالو غیردولتی موسسو او حتی په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې له کار کولو منع دی.