ننګرهارکې ګڼ شمیر خصوصی ورزشی کلبونه د اقتصادی ستونزو او لوړې مالیې د ورکړې له امله تړل شوی دی
ننګرهارکې ګڼ شمیر خصوصی ورزشی کلبونه د اقتصادی ستونزو او لوړې مالیې د ورکړې له امله تړل شوی دی

ننګرهار کې د ورزشی لوبو یو شمیره هغه کلبونه تړل شوی چې مالیه یې نه وه، ورکړې او یا یې د ورکړې توان نه درلوده. په ختیځ کې د رزمی لوبو رئیس ګران اغا کاموال وایې، له دې وړاندې په ننګرهار کې فری فایټ، بوکس، پهلوانۍ او یو شمیر نورو رزمی لوبو ۷۵ کلبونو فعالیت […]

ننګرهار کې د ورزشی لوبو یو شمیره هغه کلبونه تړل شوی چې مالیه یې نه وه، ورکړې او یا یې د ورکړې توان نه درلوده.
په ختیځ کې د رزمی لوبو رئیس ګران اغا کاموال وایې، له دې وړاندې په ننګرهار کې فری فایټ، بوکس، پهلوانۍ او یو شمیر نورو رزمی لوبو ۷۵ کلبونو فعالیت درلوده خو اوس یې له ډلې ۱۲ کلبونه تړل شوی دی.
نوموړی د یادو کلبونو د تړل کیدو عمده لامل لوړه مالیه یادوی چې د کلبونو مسولین یې د ورکړې توان نه لره.
کاموال زیاته کړه:«له حکومت څخه مو غوښتنه ده چې په تیر کې پر ورزشکارانو او کلبونو باندې مالیات بند وو او په تیر حکومت کې ترې هم نه اخیستل کیدل او دوی هم باید وانخلی په اوسنی وخت کې زمونږ ۱۲ کلبونه بند شوی د اقتصادی ستونزو له امله او دوی باندې هره میاشت لس زره افغانۍ مالیه راځی او دوی یې د ورکړې توان نه لری.»
هغه اندیښنه لری او وایې، که پر ورزشی کلبونو مالیه کمه نشی د ګڼ شمیر نورو د تړل کیدو ویره هم شته.
په همدې حال کې جلال اباد ښار کې د شل زره امریکایی ډالرو په لګښت د سنوکر یو نوی کلب پرانستل شو او په فعالیت یې پیل وکړ.
د دغه کلب مسول زړور اکبر وایی، پر یاد کلب یې له پانګونې موخه یې دا ده چې د نورو لوبو تر څنګ دې لوبې ته هم کار وشی.
نوموړی هیله مند دی چې حکومت به ورزشکارانو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړی.
اکبری زیاته کړه:«پخوا په ننګرهار کې داسې کلبونه نه وو، انشاالله تمه لرو چې سنوکر خو یوه ورزشی لوبه ده او نور کلب لرونکی هم باید په دې برخه کې کار وکړی، چې ځوانان تشویق شی ورزش ته.»
بلخوا د ننګرهار د بدنی روزنې او ورزش ریاست استازی منیر الدین خالد وایې، چې اوسمهال ننګرهار کې د سنوکر د ۲۵ کلبونو له جملې یې دوه تړل شوی دی.
هغه له ورزشی کلبونو څخه د لوړې مالیې اخیستل تائیدوی او وایې، هڅه یې پیل کړی د کلبونو په برخه کې شته ستونزو ته دحل لار پیدا کړی.
خالد زیاته کړه:«زمونږ په کلبونو باندې زیاتره مالیه راځی مونږ د ننګرهار له مستوفی او ولایت مرستیال سره ناسته کړې، ځکه دغه ورزشکاران چې ورزش کوی د ننګرهار او افغانستان په نامه یې کوی؛ نو په کار ده چې باید پر ورزشکارانو مالیه کمه کړی او دغه راز له المپیک ریاست سره دغه ستونزه شریکه کړې.»
په ورته مهال هغه خصوصی کلبونه چې په جلال اباد ښار کې فعالیت کوی، مسولین یې وایی چې د اقتصادی ستونزو له امله یې تر نیمایی ډېر ورزشکاران له لاسه ورکړی دی.
ورزشکاران غوښتنه کوی چې هر ډولو لوبو ته دې پاملرنه زیاته شی، څو لوبغاړی وروزل شی او په راتلوونکې کې د نورو ولایتونو او یا هم له هېواده بهر له لوبغاړو سره سیالۍ تر سره کړی.