ننګرهار ته له پاکستان څخه راستانه شوی افغانان د اړینو مرستو غوښتنه کوی
ننګرهار ته له پاکستان څخه راستانه شوی افغانان د اړینو مرستو غوښتنه کوی

ننګرهار ته له پاکستانه راګرځیدلی افغانان وایی، له یوې میاشتې ډیر تېرېږی خو د حکومت له لوری ورته څه ډول لازمه ده اړین خدمات نه‌دی برابر شوی. شاه محمد چې له خپلې لس کسیزې کورنۍ سره هیواد ته راستون شوی وایې، د ده په ګډون زیاتره کورنۍ خیمو ته لاسرسی نه لری او تر پلاسټیکی […]

ننګرهار ته له پاکستانه راګرځیدلی افغانان وایی، له یوې میاشتې ډیر تېرېږی خو د حکومت له لوری ورته څه ډول لازمه ده اړین خدمات نه‌دی برابر شوی.

شاه محمد چې له خپلې لس کسیزې کورنۍ سره هیواد ته راستون شوی وایې، د ده په ګډون زیاتره کورنۍ خیمو ته لاسرسی نه لری او تر پلاسټیکی ټوټو او ترپالونو لاندې شپې او ورځې تېروی.

نوموړی زیاتوی له پاکستان راستانه شوی کډوال د ژمی په رارسېدو سره لومړنیو مرستو ته اړتیا لری.

شاه محمد زیاتوی:«له پاکستانه د بیرته راتګ یوه نیمه میاشت وشوه، خو هماغه تورخم کې چې کومک شوی بیا هیڅ نه دی شوی؛ اوس مونږ له زیاتو ستونزو سره مخ یو او غوښتنه مو دا ده چې له کډوالو سره دې د کور، ځمکې، خوراکی څیزونو او نورو برخو کې مرستې وشی.»

 

راستانه شوی کډوال وایې، د اوسیدو کورونه نه لری او اوسمهال یې زیاتره په کرایه کورو او یا تر خېمو لاندې د ژمی شپې او ورځې تیروی.

د فردوس په نامه یو کډوال چې اوسمهال د بهسودو ولسوالۍ په دامان سیمه کې اوسیږی، له حکومت او مرستندویه موسسو کډوالو لپاره د دایمی سرپناه برابرولو په برخه کې د مرستې غوښتنه کوی.

فردوس زیاته کړه:«زه اوس په یو کرایه کور کې اوسیږم څلور زره افغانۍ کرایه ورکوم، خپل ځای او کور نه لرم؛ څاروی، د کور وسایل هر څه مې د راتګ پرمهال پاکستان کې په نیمه بیه خرڅ کړل مجبوره وم پولیسو ټاکلی وخت راکړی و، اوس دلته خپل وطن کې خوشاله یو خو له حکومت د کورونواو کار برابرولو غوښتنه کوو.»

 

په ورته وخت کې حکومت وایی، هغه افغانان چې له پاکستان څخه هېواد ته را اېستل شوی او د اوسېدو ځای نه لری، د هغوی له پېژندنې وروسته به یې د کورنۍ د غړیو شمېر ته په کتو ځمکه ورکړل شی.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست عطاالله عمری ویلی، پر دغو کورنیو به په ټول هېواد کې ۲۰۰۰۰۰ نومرې ځمکه ووېشل شی.

د مالوماتو له مخې پاکستانې حکومت د تېرې نومبر میاشتې له دویمې نېټې راهیسې څه باندې ۴۱۸ زره هغه افغانان له دغه هیواده ویستلی دی.