ننګرهار کې د افغانی سرې میاشتې ټولنې لخوا بې‌سرپرسته مېرمنو سره مرسته وشوه 
ننګرهار کې د افغانی سرې میاشتې ټولنې لخوا بې‌سرپرسته مېرمنو سره مرسته وشوه 

د افغانی سرې میاشتې ټولنې د ننګرهار په مرستون کې په ۲۰ بې‌سرپرسته مېرمنو باندې چرګانې او د چرګانو دانې وېشلې دی. په دغه ولایت کې د طالبانو دولتی اژانس باختر خبر ورکړی، چې هرې بې‌سرپرستې مېرمنې ته ۳۶ هګۍ لرونکې چرګې، ۱۰۰ کیلوګرامه دانه او ۲۰۰ لېټره بیلر ورکړل شوی دی. خبرپاڼه زیاتو د […]

د افغانی سرې میاشتې ټولنې د ننګرهار په مرستون کې په ۲۰ بې‌سرپرسته مېرمنو باندې چرګانې او د چرګانو دانې وېشلې دی.

په دغه ولایت کې د طالبانو دولتی اژانس باختر خبر ورکړی، چې هرې بې‌سرپرستې مېرمنې ته ۳۶ هګۍ لرونکې چرګې، ۱۰۰ کیلوګرامه دانه او ۲۰۰ لېټره بیلر ورکړل شوی دی.

خبرپاڼه زیاتو د دې ترڅنګ هرې کورنۍ ته ۴۶۰۰۰ افغانۍ هم ورکړل شوی، څو د چرګو روزنې او ساتنې لپاره ځای برابر کړی.

د سرې میاشتې ټولنې مسوولانو ویلی، د یادې مرستې یې موخه د بیوزله میرمنو د کورنی اقتصاد پیاوړتیا څو له همدې لرې پر ځان بسیا شی.

په ورته مهال هغه میرمنې چې مرسته یې ترلاسه وایې، له زیاتو اقتصادی ستونزو سره مخ دی چې لاسنیوی ته اړتیا لری.

د دوی په خبره د طالبانو د حکومت په راتګ سره پرې محدودیتونه زیات شوی او د زیاترو یې کوچنی کاروبارونه په ټپه دریدلی دی.

له دې وړاندې د افغانی سرې میاشتې ټولنې لخوا په ختیځو ولایتونو پر درې ۳۰۰۰ میرمنو هم نغدی مرستې ویشل شوې وې.