ننګرهار کې د«پرسټن» په نامه د انګلسی ژبې زده کړې له یوه خصوصی انستیتیوت څخه د نجونو او هلکانو په ګډون ۱۵۰ تنه شول. د یاد انستیتیوت مشر لطف الله شګیوال وایی، په فارغو شویو زده کوونکو کې یې ۴۰ نجونې او ۱۱۰ هلکان شامل دی. د نوموړی په خبره په فارغو شویو زده کوونکو […]
ننګرهار کې د«پرسټن» په نامه د انګلسی ژبې زده کړې له یوه خصوصی انستیتیوت څخه د نجونو او هلکانو په ګډون ۱۵۰ تنه شول.
د یاد انستیتیوت مشر لطف الله شګیوال وایی، په فارغو شویو زده کوونکو کې یې ۴۰ نجونې او ۱۱۰ هلکان شامل دی.
د نوموړی په خبره په فارغو شویو زده کوونکو کې داسې نجونې هم لرلې، چې کورنۍ یې بې سرپرسته وې، خو دوی له اقتصادی ستوونزو سره سره د انګلسی ژبې زده کړې وکړې.
نوموړی زیاتوی یادو نجونو او هلکانو د یو کال په جریال کې د انګلسی ژبې زده کړې بشپړې کړې.
د هغه په خبره د سږکال د ۱۵۰تنو زده کوونکو(هلکانو او نجونو)ترمنځ عمومی اول نمره نجلۍ چې خاتمه شیرزاد نومېده وه، چې ورته د ادارې لخوا ځانګړی مډال هم ورکړل شو.
د انګلسی ژبې له زده کړو فارغی شوی نجونې خوشاله دی او د اسلامی امارت له حکومت څخه غوښتنه کوی، چې د نجونو پرمخ دې د ښوونځیو او پوهنتونونو تړلې دروازې پرانیزی.
طالبانو د ۸۱۴ورځو راهیسې د نجونو پرمخ له شپږم ټولګی پورته د ښوونځیو دروازې تړلی دی.
له دې وړاندې د اسلامی امارت حکومت چارواکو ویلی وو، په داسې یوې طرحه یې کار پیل کړی چې په بشپړیدو سره به یې د اسلامی شریعت په چوکاټ کې د زده کړو زمینه برابره شی.