ننګرهار کې د ترافیکی پېښو زیاتوالی
ننګرهار کې د ترافیکی پېښو زیاتوالی

ننګرهار کې د ترافیکی پېښو زیاتوالی   ننګرهار کې طا.لب چارواکی خبر ورکوی، چې د دغه ولایت په مربوطاتو کې د تیرو لسو میاشتو په موده کې ۱۰۰ ترافیکی پېښې شوې؛ چې له امله یې ۶۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۵۵ نور ټپیان شوی دی. د ننګرهار د امنیې قومندانۍ لپاره د […]

ننګرهار کې د ترافیکی پېښو زیاتوالی

 

ننګرهار کې طا.لب چارواکی خبر ورکوی، چې د دغه ولایت په مربوطاتو کې د تیرو لسو میاشتو په موده کې ۱۰۰ ترافیکی پېښې شوې؛ چې له امله یې ۶۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۵۵ نور ټپیان شوی دی.

د ننګرهار د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو مرستیال مولوی محمد طاهر مبارز وایی، چې په یادو ترافیکی پېښو د ۳۸ نارینه، ۲۳ ماشومانو او ۸ ښځو په ګډون ۶۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دغه راز د ۱۰۸ نارینه، ۳۴ ماشومانو او ۱۱ میرمنو په ګډون ۱۵۵ نور ټپیان شوی دی.

مبارز زیاتوی:«په تیرو لسو میاشتو کې د جلال اباد ښار په ګډون ولسوایو کې سل ترافیکی پېښې شوی، چې ۶۹ تنه په کې مړه شوی او ۱۵۵ نور ټپیان شوی دی؛ په مړو شویو کې ۳۸ نارینه۲۳ماشومان او۸ میرمنې دی.»

 

نوموړی په دغه ولایت کې د ترافیکی پېښو زیاتوالی اندیښمن کړی او لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطی یادوی.

بلخوا عام وکړی هم په دې وروستیو د ترافیکی پېښو زیاتوالی اندیښمن کړی او د مخنیوی غوښتنه یې کوی.

د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې یو موټر چلوونکی اجمل هم په ښار کې د بې اسنادو موټرو د زیاتوالی او ترافیکی قوانینو ته له نه پاملرنې شکایت لری.

هغه وایی، په دې وروستیو کې له اسنادو پرته زرګونه موټر ښار ته راغلی او چلوونکی یې هم له ترافیکی قوانینو ناخبره دی.

اجمل زیاته کړه:«هیڅ موټروان ترافیکی اصول نه مراعاتوی او دغه راز ځینې یې هیڅ لیسنس هم نه لری، نو همدا لامل دی چې ترافیکی پېښې زیاتې شوی او د طالبانو حکومت ته په کار ده چې ترافیکی قوانین سخت کړی نو بیا دا ډول ترافیکی پېښې راکمې شی.»

 

خو ځینې نور بیا د ترافیکی پېښو د زیاتوالی لامل د پاکستان لاس موټرو ته د طا.لبانو ترافیکو له لوری لنډ مهاله اسناد ورکړه او ځینې یې لامل په خپله د طا.لب موټروانانو بې احتیاطی یادوی.

د خلکو په خبره د طا.لب سرتیرو له لوری د موټر چټک ځغلول، د لوړو او ځوروونکو هارنونو کارونه او بې ځایه درېدل، هغه شکایتونه دی، چې دوی ترې پوزې ته راغلی دی.

په افغانستان کې د سړکونو خرابوالی، د موټر چلوونکو ګړندی تګ، پر نشه یې توکو د موټر چلوونکو روږتیا، د لویو لارو په اوږدو کې د لارښونکو علامو نشتوالی، د موټر چلوونکو بې احتیاطی، له ترافیکو قوانینو د موټروچلونکوناخبری د ترافیکی پېښو د زیاتوالی لاملونه بلل کېږی.