ننګرهار کې د ترافیکی پېښې له امله پنځه کسان ټپیان شوی
ننګرهار کې د ترافیکی پېښې له امله پنځه کسان ټپیان شوی

د ننګرهار امنې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلی وایی، چې پېښه تېره شپه شاوخوا نهه بجې«جمعه۸ د مرغومې» د مرکز جلال اباد ښار اړوند څلورمې حوزې«بارګېنو» سیمه کې د درېیو مارکس، ویډز او ویکسار موټرو ترمنځ ټکر شوی، چې له کبله یې پنځه تنه ټپیان شوی دی. نوموړی زیاتوی ټپیان یې پر وخت […]

د ننګرهار امنې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلی وایی، چې پېښه تېره شپه شاوخوا نهه بجې«جمعه۸ د مرغومې» د مرکز جلال اباد ښار اړوند څلورمې حوزې«بارګېنو» سیمه کې د درېیو مارکس، ویډز او ویکسار موټرو ترمنځ ټکر شوی، چې له کبله یې پنځه تنه ټپیان شوی دی.

نوموړی زیاتوی ټپیان یې پر وخت د ننګرهار سیمه ییز روغتون ته د درملنې په موخه انتقال کړی او زیاتوی پېښه د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځ ته شوې ده.

په دې وروستیو کې د ننګرهار په مرکز او ولسوالیو کې ترافیکی پېښې زیاتې شوی، چې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطی او د ترافیکی اصولو نه مراعات کول یادوی.