ننګرهار کې د دوو کورنیو ترمنځ نښته کې ۳کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
ننګرهار کې د دوو کورنیو ترمنځ نښته کې ۳کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار امنیه قومندانۍ لپاره دطالبانو ویاند عبدالبصیر زابلی وایی، چې نن سهار د یاد ولایت د خوږیاڼو ولسوالی اړوند د «وزیر خواجه خیلو» کلی کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر نښته رامنځته شوې ده. زابلی زیاته کړې چې په یاده نښته کې د ډزو له امله یو کس وژل شوی او […]

د ننګرهار امنیه قومندانۍ لپاره دطالبانو ویاند عبدالبصیر زابلی وایی، چې نن سهار د یاد ولایت د خوږیاڼو ولسوالی اړوند د «وزیر خواجه خیلو» کلی کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر نښته رامنځته شوې ده.

زابلی زیاته کړې چې په یاده نښته کې د ډزو له امله یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوی دی.

د هغه په خبره ټپیان یې پر وخت روغتون ته انتقال کړی او ډاکټرانو یې روغتیایې وضعیت د ډاډ وړ !ښودلی دی.

له دې څه موده وړاندې د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې هم د دوو کورنیو ترمنځ خپلمنځی نښته کې لس کسان ژوبل شوی وو.