ننګرهار کې د دوو کورنیو ترمنځ په خپلمنځی شخړه کې ۷ کسان ټپیان شوی
ننګرهار کې د دوو کورنیو ترمنځ په خپلمنځی شخړه کې ۷ کسان ټپیان شوی

ننګرهار کې طالب چارواکی وایې، د دغه ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ په خپلمنځی شخړه کې د دواړو کورنیو څخه ۷ کسان ټپیان شوی دی. د دغه ولایت لپاره د طالبانو امنیه قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلی نن(دوشنبه۲۶ د چنګاښ) وویل، چې شخړه تیره ورځ ناوخته د چپرهار ولسوالۍ اړوند«ترکو» کلی رامنځه […]

ننګرهار کې طالب چارواکی وایې، د دغه ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ په خپلمنځی شخړه کې د دواړو کورنیو څخه ۷ کسان ټپیان شوی دی.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو امنیه قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلی نن(دوشنبه۲۶ د چنګاښ) وویل، چې شخړه تیره ورځ ناوخته د چپرهار ولسوالۍ اړوند«ترکو» کلی رامنځه شتوې ده.
هغه زیاتوی د عزت الله او رحمت الله په نامه دوه ځایی اوسیدونکو د ځمکې پر سر لومړی لفظی شخړه کړې او بیا یې پر یو بل د چاقوګانو او برچو ګوزارونه کړی، چې پرمهال یې له دواړو کورنیو څخه ۷ کسان سخت ټپیان شوی دی.
نوموړی دغه راز وایې، ځایی طالب سرتیری په وخت سیمې ته رسیدلی ټپیان یې پر وخت روغتون ته رسولی او د یادې قضیې په تور یې له دواړو کورنیو څخه یو شمیر کسان هم نیولی دی.
ننګرهار کې ډیر کله دا ډول پېښې د شخصی دښمنیو، کورنی تاوتریخوالی او د ځمکو پر سر د شخړو له امله رامنځته کیږی چې ډیر کله یې قربانیان ملکی وګړی وی.
بلخوا‏ تازه د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وایی، چې تېر کال یې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د خلکو ترمنځ ۴۳۰ لویې او وړې شخړې حل کړی دی.
د یاد وزارت ویاند وایی، تر ټولو لویه شخړه په نورستان ولایت کې وه، چې شاوخوا ۹۱ کاله یې دوام کړی و.