ننګرهار کې د غیر مسلکی ډاکترانو او نا راجستر شویو روغتیایی مرکزونو له زیاتوالی د خلکو اندیښنې د ننګرهار په مرکز او یو شمیر ولسوالیو کې غیر مسلکی ډاکترانو او دغه راز د نا راجستر شویو روغتیایی مرکزونو او درملتونونو فعالیت د خلکو اندیښنې راپارولی دی. د دغه ولایت د شینوارو ولسوالۍ اوسیدونکی الفت وایې، چې د عامې روغتیا ریاست د نه څار له امله په جلال اباد ښار او لرې پرتو سیمو کې غیر مسلکی کسانو ته هم د ډاکټر کېدو زمینه برابره شوې ده.  نوموړی زیاتوی په ځینو سیمو کې زیاتره ډاکتران مسلکی نه دی او د مسلکی ډاکټرانو د فعالیتونو مخه یې ډب کړې ده. الفت زیاته کړه:«دلته داسې درملتونونه شته چې جوازونه نه لری او ځینې داسې کسان هم شته چې له له دوه کلن نرسنګ، یا طبی ټکنالوژۍ فارغ وی، خو دلته بیا د هر ډول مرض تشخیص کوی او ځینې داسې بې کیفته درمل ناروغ ته ورکوی د لنډ مهال لپاره ناروغ ښه کړی؛ خو وروسته ورته نورې ناروغۍ پیدا کوی نو له روغتیایی مسولینو غواړو چې د دې کار مخنیوی وکړی.»  ځینې نور بیا له روغتیایی چارواکو غوښتنه کوی، چې په ښار او ولسوالیو کې دې په درملتونونو او شخصی روغتیایی مرکزونو څار ډیر کړی څو د بې کیفیته درملو د پیر او پلور مخنیوی وشی. د جلال اباد ښار اوسیدونکی ګل محمد وایې، د درملو بیې د پخوا په پرتله څو چنده لوړې شوی چې بیوزله ناروغان یې د اخیستو توان هم نه لری. ګل محمد زیاتوی:«که په ښار کې وی او یا کلی کې وی دا تاریخ تیرې درمل خرڅول کیږی، غوښتنه کوو د دې تاریخ تیرې درملو مخینوی وکړی ځکه خلکو ته یې د ګټې پر ځای توان ډیر دی.»  بلخوا د ننګرهار روغتیایی چارواکی هم منی چې د دغه ولایت په ځینو سیمو کې غیر مسلکی ډاکتران او له جواز پرته درمل پلورنځی فعالیت کوی. د دغه ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکتر محمد رحیم قلندرزی وویل، د یادې ستونزې د حل لپاره یې یو ځانګړی کمیسیون فعالیت کوی چې په ښار او ولسوالیو کې یې په زیات شمیر هغه روغتیایی مرکزونه تړلی چې جوازونه یې نه درلودل او فعالیت یې غیر قانونی و. قلندرزی زیاتوی:« د عامې روغتیا ریاست د برسۍ ټیم هره ورځ هغه روغتیایی مرکزونه او درملتونونه چې جواز نه لری، هغه مهر لاک کیږی او هغه کسان چې نرسنګ یې ویلی وی او هلته یې دوا خانه خلاص کړې وی نو مونږ د خلکو روغتیایی ستونزو دحل په موخه هغوی ته د کار اجازه ورکوو.» که څه هم د روغتیایی چارواکی وایې، چې خپل خدمات یې د ننګرهار ټولو ولسوالیو ته غځولی، خو لا هم په ځینو لرې پرتو سیمو کې خلک شکایت کوی چې له روغتیایی خدماتو بې برخې او ډیر کله ناروغان خپل ژوند له لاسه ورکوی.

ننګرهار کې د غیر مسلکی ډاکترانو او نا راجستر شویو روغتیایی مرکزونو له زیاتوالی د خلکو اندیښنې د ننګرهار په مرکز او یو شمیر ولسوالیو کې غیر مسلکی ډاکترانو او دغه راز د نا راجستر شویو روغتیایی مرکزونو او درملتونونو فعالیت د خلکو اندیښنې راپارولی دی. د دغه ولایت د شینوارو ولسوالۍ اوسیدونکی الفت وایې، […]

ننګرهار کې د غیر مسلکی ډاکترانو او نا راجستر شویو روغتیایی مرکزونو له زیاتوالی د خلکو اندیښنې
د ننګرهار په مرکز او یو شمیر ولسوالیو کې غیر مسلکی ډاکترانو او دغه راز د نا راجستر شویو روغتیایی مرکزونو او درملتونونو فعالیت د خلکو اندیښنې راپارولی دی.
د دغه ولایت د شینوارو ولسوالۍ اوسیدونکی الفت وایې، چې د عامې روغتیا ریاست د نه څار له امله په جلال اباد ښار او لرې پرتو سیمو کې غیر مسلکی کسانو ته هم د ډاکټر کېدو زمینه برابره شوې ده.
نوموړی زیاتوی په ځینو سیمو کې زیاتره ډاکتران مسلکی نه دی او د مسلکی ډاکټرانو د فعالیتونو مخه یې ډب کړې ده.
الفت زیاته کړه:«دلته داسې درملتونونه شته چې جوازونه نه لری او ځینې داسې کسان هم شته چې له له دوه کلن نرسنګ، یا طبی ټکنالوژۍ فارغ وی، خو دلته بیا د هر ډول مرض تشخیص کوی او ځینې داسې بې کیفته درمل ناروغ ته ورکوی د لنډ مهال لپاره ناروغ ښه کړی؛ خو وروسته ورته نورې ناروغۍ پیدا کوی نو له روغتیایی مسولینو غواړو چې د دې کار مخنیوی وکړی.»

ځینې نور بیا له روغتیایی چارواکو غوښتنه کوی، چې په ښار او ولسوالیو کې دې په درملتونونو او شخصی روغتیایی مرکزونو څار ډیر کړی څو د بې کیفیته درملو د پیر او پلور مخنیوی وشی.
د جلال اباد ښار اوسیدونکی ګل محمد وایې، د درملو بیې د پخوا په پرتله څو چنده لوړې شوی چې بیوزله ناروغان یې د اخیستو توان هم نه لری.
ګل محمد زیاتوی:«که په ښار کې وی او یا کلی کې وی دا تاریخ تیرې درمل خرڅول کیږی، غوښتنه کوو د دې تاریخ تیرې درملو مخینوی وکړی ځکه خلکو ته یې د ګټې پر ځای توان ډیر دی.»

بلخوا د ننګرهار روغتیایی چارواکی هم منی چې د دغه ولایت په ځینو سیمو کې غیر مسلکی ډاکتران او له جواز پرته درمل پلورنځی فعالیت کوی.
د دغه ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکتر محمد رحیم قلندرزی وویل، د یادې ستونزې د حل لپاره یې یو ځانګړی کمیسیون فعالیت کوی چې په ښار او ولسوالیو کې یې په زیات شمیر هغه روغتیایی مرکزونه تړلی چې جوازونه یې نه درلودل او فعالیت یې غیر قانونی و.
قلندرزی زیاتوی:« د عامې روغتیا ریاست د برسۍ ټیم هره ورځ هغه روغتیایی مرکزونه او درملتونونه چې جواز نه لری، هغه مهر لاک کیږی او هغه کسان چې نرسنګ یې ویلی وی او هلته یې دوا خانه خلاص کړې وی نو مونږ د خلکو روغتیایی ستونزو دحل په موخه هغوی ته د کار اجازه ورکوو.»
که څه هم د روغتیایی چارواکی وایې، چې خپل خدمات یې د ننګرهار ټولو ولسوالیو ته غځولی، خو لا هم په ځینو لرې پرتو سیمو کې خلک شکایت کوی چې له روغتیایی خدماتو بې برخې او ډیر کله ناروغان خپل ژوند له لاسه ورکوی.