ننګرهار کې د ناوده مرمۍ چاودنې له امله ۳ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې
ننګرهار کې د ناوده مرمۍ چاودنې له امله ۳ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ځایی سرچینې وایې، چې نن سهار شاوخوا ۸:۳۰ دقیقې د ننګرهار په سپین غر ولسوالۍ کې د یوې ناچاوده مرمۍ د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوی او یو بل ټپی شوی دی. د سپین غر ولسوالۍ اوسیدونکی شبیر احمد وایې، چې د یادې ولسوالۍ په شډل بازار سیمه کې درې ماشومانو پر یوې […]

ځایی سرچینې وایې، چې نن سهار شاوخوا ۸:۳۰ دقیقې د ننګرهار په سپین غر ولسوالۍ کې د یوې ناچاوده مرمۍ د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوی او یو بل ټپی شوی دی.

د سپین غر ولسوالۍ اوسیدونکی شبیر احمد وایې، چې د یادې ولسوالۍ په شډل بازار سیمه کې درې ماشومانو پر یوې ناچاوده سرګولې لوبې کولې چې چاودنه یې کړې او پرمهال یې دوه ماشومان وژل شوی او یو بل سخت ټپی شوی دی.
د هغه په خبره ټپی شوی ماشوم یې د درملنې په موخه روغتون ته انتقال کړی چې ډاکترانو یې روغتیایی وضعیت د ډاډ وړ ښودلی دی.
نوموړی زیاتوی د یادې پېښې ټول قربانیان د یوې کورنۍ دی چې عمرونه یې د ۶ او لسو کلونو ترمنځ دی.
د یادونې ده چې له جګړې را پاتې ماینونو او نورو چاودېدونکو توکو تل په بېلابېلو ولایتونو کې له افغانانو، په تېره ماشومانو قربانی اخیستې ده.