ننګرهار کې د ګازډبې چادونې له امله دوه تنه مړه او شپږ تنه ټپیان شوی
ننګرهار کې د ګازډبې چادونې له امله دوه تنه مړه او شپږ تنه ټپیان شوی

خبرگزاری زنان افغانستان: پېښه د ننګرهار ولایت سره رود ولسوالۍ کې رامنځته شوې چې یوه میرمن او ماشوم پکې مړه او شپږ تنه نور پکې ټپیان شوی. د سره رود ولسوالۍ دامنیه قوماندانۍ دمعلوماتی بخش آمر وایی یاده پېښه پنجشنبه د سهار ۱۰:۳۰بجو کې د دورخی کمپ سیمه کې رامنځته شوې چې په ترڅ کې […]

خبرگزاری زنان افغانستان: پېښه د ننګرهار ولایت سره رود ولسوالۍ کې رامنځته شوې چې یوه میرمن او ماشوم پکې مړه او شپږ تنه نور پکې ټپیان شوی.

د سره رود ولسوالۍ دامنیه قوماندانۍ دمعلوماتی بخش آمر وایی یاده پېښه پنجشنبه د سهار ۱۰:۳۰بجو کې د دورخی کمپ سیمه کې رامنځته شوې چې په ترڅ کې شپږ تنه زخمیان او دوه تنه مړه شوی.

د هغه په وینا په دې پېښه کې یوه میرمن او ماشوم مړه شوی او د دریو ښځو په ګډوت شپږ تنه نور ټپیان دی.

هغه زیاتوی چې په ټپیانو کې دوه تنه یې شدید ټپی شوی دی چې کابل ته د درملنې لپاره لېږدول شوی او پاتې ټپیان په ننګرهار عامې روغتیا روغتون کې تر درملنې لاندې دی چې صحی وضعیت یې د ډاډ وړ دى .