خبرگزاری زنان افغانستان: ننګرهار ولایت کې د افغانی سرې میاشتې ټولنې له لوری د دغه ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د یو روغتیایې مرکز د جوړیدو چارې پیل شوې. د افغانی سرې میاشتې عمومی رئیس مولوی مطیع الحق خالص وایی، یاد روغتیایې مرکز د عامې روغتیا ریاست سره په هغمږۍ او د سرې میاشتې ټولنې […]
خبرگزاری زنان افغانستان: ننګرهار ولایت کې د افغانی سرې میاشتې ټولنې له لوری د دغه ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د یو روغتیایې مرکز د جوړیدو چارې پیل شوې.
د افغانی سرې میاشتې عمومی رئیس مولوی مطیع الحق خالص وایی، یاد روغتیایې مرکز د عامې روغتیا ریاست سره په هغمږۍ او د سرې میاشتې ټولنې په مالی ملاتړ چپرهار ولسوالۍ کې په دوه نیم جریبه ځمکه کې د درې میلیونه افغانیو په لګښت جوړیږی.
هغه زیاتوی اوسمهال د سرې میاشتې ادارې له لوری ددې سیمې نږدې ۲۵۰۰ کورنیو ته د عامې روغتیا له مقرراتو سره سم روغتیایی خدمات وړاندې کېږی.
دنوموړی د مالوماتو له مخې اوسمهال د افغانی سره میاشت اداره په ټول هېواد کې تر ۲۵۰ روغتیایی ټیمونه لری، چې په کال کې درې میلیونو افغانانو ته روغتیایی خدمات وړاندې کوی.