ننګرهار کې طالبانو د یوې رسنۍ کارکوونکی وهلی ډبولی دی
ننګرهار کې طالبانو د یوې رسنۍ کارکوونکی وهلی ډبولی دی

  د ننګرهار کې د یوې خصوصی رسنۍ رٸیس ادعا کوی چې د طالبانو یې پر رسنۍ برید کړی او د هغې کارمندان یې وهلی، ډبولی او تهدید کړی دی. په دغه ولایت کې د همیشه بهار راډیو تلویزیون رئیس اتل خان ستانکزی وایې، چې پرون(دوشنبه۹ د زمری) ماسپیښن شاوخوا درې بجې طالبان په ناڅاپی […]

 

د ننګرهار کې د یوې خصوصی رسنۍ رٸیس ادعا کوی چې د طالبانو یې پر رسنۍ برید کړی او د هغې کارمندان یې وهلی، ډبولی او تهدید کړی دی.
په دغه ولایت کې د همیشه بهار راډیو تلویزیون رئیس اتل خان ستانکزی وایې، چې پرون(دوشنبه۹ د زمری) ماسپیښن شاوخوا درې بجې طالبان په ناڅاپی ډول په داسې مهال دفتر ته ننوتی چې هلته د ژورنالېزم یو کورس چې نجونې او هلکان هم په کې زده کړې کوی روان و.
نوموړی زیاتوی طالبانو دفتر په داخلیدو سره د کورس نجونې او هلکانو ښکنځلی او تهدید کړی او هم یې ځینې ډبولی هم دی.
ستانکزی زیاتوی:«دوشنبې ورځ وسله وال طالبان همیشه بهار رادیو تلویزون ته کې دننه شول ،چی د ژورنالیزم ټولګی ورکشاپ روان و، چې ټولو ته یې کنځلی او رد بد وویل او زه اتل ستانکزی چی د همیشه بهار راډیو تلویزون مسول یم زه یی نیولم او ځان سره یی بیولم خو زه لاسته ورنغلم او یو تعداد کارمندان یی هم تهدید کړ چی دا ورکشاب بند کړی او وهلی یی هم دی »
هڅه مو کړه په دې اړه ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د چارواکو نظر هم ولرو، خو له هڅو سره سره یې د نظر په اخیستلو بریالی نشو.
دا په داسې حال کې چې له دې یوه اوونۍ وړاندې په دغه ولایت کې طالبانو د یوې خصوصی رسنۍ خبریال هم لس ورځې زندانی کړی و.
د طالبانو د حکومت په راتګ سره پر افغان خبریالانو محدودیتونه زیات شوی او ځینې د طالبانو له لوری له ثبوت پرته بندیان شوی هم دی.