ننګرهار کې طا.لبانو هغه کس نیولی ،چې خپله لور یې په پنځلس زره افغانۍ پلورلې وه
ننګرهار کې طا.لبانو هغه کس نیولی ،چې خپله لور یې په پنځلس زره افغانۍ پلورلې وه

ننګرهار کې طالبانو هغه کس نیولی، چې خپله یو کلنه لور یې پلورلې وه. ددغه ولایت امنیه قومندانۍ څخه نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې د ننګرهار د دره نور ولسوالۍ امنې قوماندانۍ منسوبینو د دغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې هغه کس نیولی؛ چې څه موده وړاندې یې خپله یو کلنه لور د […]

ننګرهار کې طالبانو هغه کس نیولی، چې خپله یو کلنه لور یې پلورلې وه.

ددغه ولایت امنیه قومندانۍ څخه نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې د ننګرهار د دره نور ولسوالۍ امنې قوماندانۍ منسوبینو د دغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې هغه کس نیولی؛ چې څه موده وړاندې یې خپله یو کلنه لور د پنځلس زره افغانیو په بدل کې پلورلې وه.

خبرپاڼې زیاته کړې چې نیول شوی کس په خپل جرم اعتراف کړی او ویلی یې دی چې خپله لور یې په کابل کې پلورلې ده.

د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې تراوسه یاده ماشومه نه ده موندل شوې، چې د کابل په کوم ځای کې یې پلار پلورلې خو زیاتوی چې په دې اړه یې پلټنې پیل کړی دی.

د نظر خاوندان د دا ډول پېښو تر ډیره د کورنیو بیوزلی او بې روزګاری یادوی.