ننګرهار کې عام خلک: د سیمکارتونو ترلاسه کیدو په برخه کې له ستونزو کړیږی
ننګرهار کې عام خلک: د سیمکارتونو ترلاسه کیدو په برخه کې له ستونزو کړیږی

ننګرهار کې عام وګړی شکایت کوی چې په دغه ولایت کې د سیمکارټونو د ترلاسه کیدو په برخه کې له ستونزو سره مخ دی. د دوی په خبره د مخابراتی شبکو په نماینده ګیو کې ورته په کاغذی تذکرو سیمکارتونه نه ورکول کیږی، چې له امله یې عام وګړی له ستونزو کړیږی. د جلال اباد […]

ننګرهار کې عام وګړی شکایت کوی چې په دغه ولایت کې د سیمکارټونو د ترلاسه کیدو په برخه کې له ستونزو سره مخ دی.

د دوی په خبره د مخابراتی شبکو په نماینده ګیو کې ورته په کاغذی تذکرو سیمکارتونه نه ورکول کیږی، چې له امله یې عام وګړی له ستونزو کړیږی.
د جلال اباد ښار اوسیدونکی عبیدالله وایې، اوونۍ پوره کیږی خو تراوسه د سیم کارت په اخیستل او راجستر کولو نه دی توانیدلی، د نوموړی په خبره د مخابراتی شبکو په خدماتی نمائنده ګیو کې ورته ویل شوی، چې له برښنایی پېژندپاڼې او پاسپورت پرته سیم‌کارتونه نه‌ پلورل کیږی.
عبیدالله زیاتوی:«زما پخپله څو ورځې وړاندې سیم کارت بند شوی و او بیا لاړم مخابراتی شبکې نماینده ګۍ ته راته یې وویل، چې برښنایی تذکره راکړه او ماسره نه وه الیکترونیکی تذکره نو اوس مجبوره یو چې برښنایی تذکره واخلم اوس مې د جوړیدو چارې پیل کړی چې څه وخت به جوړیږی.»

د ننګرهار یو بل اوسیدونکی محمد نعیم وایې، حکومت باید د سیم ‌کارت د ثبت په څانګه کې اسانتیاوې رامنځته کړی؛ ځکه د پاسپورت یا تذکرې ترلاسه کول وخت ونیسی او دوی د سیم‌کارت په اخیستلو کې له ستونزو سره مخ دی.
محمد نعیم زیاته کړه:«سیمکارت ته هر څوک ضرورت لری نو په کار ده، چې په کاغذی تذکره هم ورکړل شی،نو په کار ده چې د برښنایی تذکرو د ورکړې پروسه هم چټکه شی څو ټول خلک وکولای شی په اسانۍ سره برښنایی تذکره ترلاسه کړی او خپل ضرورت حل کړی.»

بلخوا ننګرهار کې د مخابراتی خدمتونو د تنظیم ادارې یا اترا رئیس رحیم الله شینواری وایې، هغه کسان، چې برښنایی تذکره یا پاسپورت نه‌لری د سیم کارت د پېرلو پر مهال باید هغه څوک یې تضمین وکړی، چې پاسپورت او یا برښنایی تذکره لری.
شینواری زیاتوی:«داچې سیمکارتونه په رسمی نماینده ګیو کې نه وو، نو د هغې علت دا و چې د مخابراتو او ترا اداره له ډیره وخته په دې هڅه کې وه؛ چې دغه د سیمکارتونو مسله له کاغذی تذکرې برښنایی ته کړی چې په دې سره به هغه کسان چې له جعلی تذکرې استفاده کوی مخنیوی وشی.»

د اترا ادارې او مخابراتو وزارت د وړاندیز پر بنسټ د حکومت کابینې د سیم‌کارت اخیستلو په بهیر کې د بدلون راوستلو طرحه تصویب کړې او هغه کسان، چې غواړی له دې وروسته سیم‌کارت واخلی؛ باید الکترونیکی تذکره او یا هم پاسپورت ولری.
دا په داسې حال کې ده، چې پخوا هم په بازارونو کې ډېر سیم‌ کارتونه له ثبت او راجستر پرته پلورل کېدل؛ خو د اسلامی امارت له واکمنۍ وروسته دا بهیر قانونی شو او هیڅوک نه‌شی کولی، چې له ثبت او راجستر پرته سیم‌کارتونه وپېری.