ننګرهار کې وسله والو غلو یو ځوان په ډزو وژلی
ننګرهار کې وسله والو غلو یو ځوان په ډزو وژلی

ځایې سرچینې وایی، چې وسله والو غلو ننګرهار کې یو ځوان په ډزو وژلی او د هغه پیسې یې له ځانه سره وړی دی. د وژل شوی کس یو خپلوان نوراغا وایې، چې وسله والو غلو د متین په نوم ځوان تېره ورځ ماذیګر مهال د ننګرهار بهسودو ولسوالۍ په سراچې پل سیمه کې په […]

ځایې سرچینې وایی، چې وسله والو غلو ننګرهار کې یو ځوان په ډزو وژلی او د هغه پیسې یې له ځانه سره وړی دی.

د وژل شوی کس یو خپلوان نوراغا وایې، چې وسله والو غلو د متین په نوم ځوان تېره ورځ ماذیګر مهال د ننګرهار بهسودو ولسوالۍ په سراچې پل سیمه کې په ډزو وژلی دی.

سرچینه زیاتوی متین د جلال اباد په صرافۍ مارکیټ کې له یو صراف څخه پېسې راخیستې وې او غلو له هماغه ځایه تعقیب کړی و، چې کور ته د ستنېدو پر مهال د وسله والو غلو له لوری پرې ډزې وشوې.

هغه زیاتوی، چې وژل شوی کس د ننګرهار سپین غر ولسوالۍ اصلی اوسېدونکی و.

ننګرهار کې طالبانو د یادې پېښې پخلی کړی او په اړه یې د پلټنو خبره کوی.

په دې وروستیو کې جلال اباد ښار کې وسله والې غلاوې او جنایې پېښې زیاتې شوی، چې عام خلک یې اندیښمن کړی دی