ننګرهار کې پر خیریه بنستوڼو د خلکو باور کم شوی دی
ننګرهار کې پر خیریه بنستوڼو د خلکو باور کم شوی دی

ننګرهار یان په دغه ولایت کې د هغه خیریه بنسټونو د تړل کیدو غوښتنه کوی، چې راجستر شوی نه وی او د بیوزله وګړو په نامه د هیواد د باندې له خلکو مرستې راټولوی. دوی شکایت کوی چې یو شمیر خیریه بنسټونه د بیوزله او ناچاره خلکو له بد اقتصادی وضعیت ناوړه استفاده کوی او […]

ننګرهار یان په دغه ولایت کې د هغه خیریه بنسټونو د تړل کیدو غوښتنه کوی، چې راجستر شوی نه وی او د بیوزله وګړو په نامه د هیواد د باندې له خلکو مرستې راټولوی.
دوی شکایت کوی چې یو شمیر خیریه بنسټونه د بیوزله او ناچاره خلکو له بد اقتصادی وضعیت ناوړه استفاده کوی او د اړمنو په نوم ټولې کړې پیسې خپله خوری.
د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ اوسیدونکی رحمن الله وایی د بېوزلو په نامه راټولې شوې پیسو حیف میل پر خیریه بسټونو د ولس بارو ختم کړی.
هغه له حکومت غوښتنه کوی، چې د غیر راجستر خیریه بنسټونو مخه دې ونیسی.
رحمان الله زیاتوی:«په ننګرهار کې زیاتره خیریه بنسټونه د بیوزله کورنیو په نامه مرستې راټولوی او بیا یې په مستحیقو کورنیو نه ویشی او د خوراکی توکو د ویش په برخه کې پراخه فساد موجود دی؛ ډیر کله مرسته کمه شوی وی او بیا یې خیربه بنسټونه ډیره اعلانوی چې له همدې امله زیاتره خلک په خیریه بنسټونو باور نه کوی او د ولس په منځ کې یې باور بیخی له منځه تللی دی هیله حکومت غیر راجستر خیریه بنسټونه وتړی او ورته د فعالیت اجازه ورنه کړی.»

د دغه ولایت یو بل اوسیدونکی سید علی بیا ټینګار کوی، چې د خیریه بنسټونو د برسۍ او څار دې امنیتی ادارې او عدلې ریاست په مشترک ډول خپلې هلې ځلې لا ګړندۍ کړی.
نوموړی په دې ولایت کې په عدلی او نورو مسولو ادارو هم نیوکه کوی، چې په شتون کې یې دا ډول فعالیتونه دوام لری.
دی وایی اړتیا ده، چې مسوولې ادارې د غیر ثبت خیریه ادارو مخه ونیسی او له چلوونکو یې پوښتنه وکړی.
سید علی زیاته کړه:«په ننګرهار کې خیریه بنسټونه دومره زیات دی چې خلک یې حساب نشی کولای او د دې ترڅنګ پر دغه بنسټونو خو د خلکو باور بیخی کم شوی، ځکه دا راجستر نه دی او د بیوزله خلکو په نامه مرستې راټولوی او بیا یې په خپلو خپلوان ویشی؛ ټوله ستونزه په عدلی ادارو کې ده ځکه دوی تراوسه د غیر راجستر بنسټونو د مخینوی په برخه کې هیڅ نه دی کړی او د دوی د بې غورۍ له امله ورځ تربلې دا بنسټونه په زیاتیدو دی غوښتنه کوو، چې باید دې غیر راجستر بنسټونو مخنیوی وشی.»

د راضیه په نامه یو کونډه میرمن چې خاوند یې د تیر حکومت پرمهال د ملی اردو په لیکو کې وژل شوی او اوس د شپږو اولادونو سرپرستی ورترغاړې ده.
هغه وایې، په څو ځلی ورسره د خیریه بنسټونو له لوری د مرستې په پار مرکې شوی، خو وایی تر اوسه د دې حق نه دی ورکړل شوی.
هغه وایی ځینې وختونه ده ته ۱۰ زره افغانۍ مرسته ورکول شوې، خو په مرکه کې ترې د ۵۰ زره افغانیو خبرې اخیستل شوی دی.
وایی د بېوزلو په نامه راټوله شوې مرسته د بېوزلو کورنیو حق دی نه د خیره بنسټونو.
راضیه زیاتوی:«درې کاله کیږی چې کونډه یم میړه مې په ملی اردو کې شهید شوی او زه اوس د څلور نجونې او دوه هلکان اولادونه لرم، دوی ماشومان دی د کار روزګار هم نه دی؛ په څو ځلی دا خیریه بنسټونو کسان راغلل مونږ سره یې تلویزیونې خپرونې ثبت کړې او ما هم ورته د خپلې غربۍ بیان وکړ.
خو تراوسه راسره هیڅ بنسټ مرسته نه ده کړې، که هر څوک د خوار او غریب مال خوری ښه ورځ به ونه ګوری له خیریه بنسټونو غواړو چې د غریبو په سرنوشت دې لوبې نه کوی.»

بل لورته بیا حکومتی ادارو د ناثبت خیریه بنسټونو د مخینوی برخه کې څه کړی؟
د عدلې ریاست چارواکی هم هم منی، چې غیر راجستر خیریه بنسټونو ورته کړنې ترسره کړی خو وایی دوی هم پټه خوله نه دی ناست اود یو شمیر خیریه بنسټونو فعالیت یې تړلی چې جواز نه لری.
د ننګرهار د عدلې ریاست مرستیال محمد هارون عابد وایی، اوسمهال له دوی سره ۵۷ خیریه بسنټونه راجستر دی؛ چې ۱۳ یې جوازونه اخیستی او پنځه نور یې د غیر قانونی فعالیت له امله تړل شوی او د دوو نورو یې جواز لغوه شوی دی.
نوموړی زیاتوی ۱۹ نور هغه خیریه بنسټونه چې قانونی جواز یې نه درلوده امنیتی ارګانونو ته معرفی شوی چې د فعالیت مخه یې ونیسی.
عابد زیاتوی«په ننګرهار کې له عدلې ریاست سره اوسمهال ۵۷ خیریه بنسټونه راجستر دی او له ډلې یې ۱۴ ته جواز ورکړل شوی او ۱۹ هغه نور چې جواز نه لری امنیه قومندانۍ،استخباراتو اونورو امنیتی اراګانونو ته معرفی شوی څو یې مخنیوی وکړی او همدارنګه کله چې خیربه بنسټونه موادو ویشی نو مونږ یې څارنه کوو او هم مو خیریه بنسټونو ته د جواز اخیستو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړی؛ ځکه مخکې به له دوی شل لکه افغانۍ ضمانت اخیستل کیده خو اوس ورڅخه پنځه لکه اخیستل کیږی.»

بلخوا ننګرهار کې د خیریه بنسټونو د اتحادې مشر مختار احمد سجاد وایی، د پخوا په پرتله خیریه بنسټونو ته د جواز اخیستو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شوی او له خلکو هم غوښتنه کوی؛ چې په لنډ مهالو او موسمی خیریه بنسټونو دې باور نه کوی.
نوموړی هم د غیر راجستر خیریه بنسټونو زیاتوالی د اندېښنې وړ مسله بولی او له حکومت په دې برخه کې د جدی څار غوښتنه کوی.
سجاد زیاتوی:«اوسمهال ننګرهار کې د خیریه بنسټونو د برسۍ په برخه کې دعدلې ریاست په ګډون د څلور ادارو له لوری یو کمیسیون جوړ شوی او هره اوونۍ د خیریه بنسټونو څیړنه کوی، چې جواز لری او که نه نو په همدې خاطر ځینې بنسټونه جواز نه لری تړل شوی او ځینو ته یې جواز ورکړل شوی؛ د پخوا په نسبت اوس د جواز اخیستل هم اسانه شوی او هم له خلکو غوښتنه کوو چې په موسمی او غیر راجستر خیریه بنسټونو دې باور نه کوی او نه دې له دوی سره مرسته کوی.»

له ننګرهار سربیره د هیواد په یو شمیر نورو ولایتونو کې هم په دې وروستیو کې له یو شمیر اړمنو کورنیو لپاره په شویو مرستو کې د پراخه فساد اندیښنې موجودې دی.
ولسی خلک له مسوولینو غوښتنه کوی، چې د فساد مخنیوی لپاره دې له اړمنو کورنیو سره کېدونکې مرستې د یوه منظم میکانیزم له مخې وویشی او د څار په ډول دې د ټولنې له بېلابېلو قشرونو خلک وګماری څو مخه یې ونیوله شی.