ننګرهار کې ښځینه ژورنالېستانې د بې روزګارۍ له امله له روانی ناروغیو کړیږی
ننګرهار کې ښځینه ژورنالېستانې د بې روزګارۍ له امله له روانی ناروغیو کړیږی

ننګرهار کې ښځینه ژورنالېستانې وایی، چې د طالبانو د حکومت په راتګ سره یې دندې له لاسه ورکړی او ځینې یې د قتصادی ستونزو له امله آن په روانی ناروغیو هم اخته شوی دی. یوه ښځینه ژورنالېسته زرمینه ارزو چې په ننګرهار کې د یوې خصوصی راډیو د تفریحی خپرونو چلوونکې وه، وایی د طالبانو […]

ننګرهار کې ښځینه ژورنالېستانې وایی، چې د طالبانو د حکومت په راتګ سره یې دندې له لاسه ورکړی او ځینې یې د قتصادی ستونزو له امله آن په روانی ناروغیو هم اخته شوی دی.
یوه ښځینه ژورنالېسته زرمینه ارزو چې په ننګرهار کې د یوې خصوصی راډیو د تفریحی خپرونو چلوونکې وه، وایی د طالبانو په راتګ یې دنده پریښې او اوسمهال یې کورنۍ له زیاتو اقتصادی ستونزو سره مخ ده.
نوموړې زیاتوی، لویه هیله یې بیا رسنیو ته راتګ دی او غوښتنه کوی، چې د رسنیو ملاتړې بنسټونه او نورې اړونده ادارې دې ښځینه وو ته په رسنیو کې کاری زمینې برابرې کړی.
هغه وایی، په افغانستان کې ښځې تر بل هر وخته زیاتې له سختو محدودیتونو سره مخ دی او له طالبانو غواړی چې د نجونو او مېرمنو په وړاندې محدودیتونه پای ته ورسوی.
ارزو زیاتوی:«د طالبانو حکومت چې راغلی شاوخوا دوه کاله پوره کیږی، زه بې دندې شوې یم له دې وړاندې به مې په یوې خصوصی راډیو کې خپرونې چلوولې، میاشتنی معاش مې اخیسته او له همدې لارې مو د کورنۍ ستونزې حل کیدلې؛ خو اوس له زیاتو اقتصادی ستونزو سره مخ یو او زه په خپله هم یو ډول د بې روزګارۍ او شته ستونزو له امله په روانی ناورغه اخته شوې یم او لامل یې بې روزګاری ده نو زمونږ غوښتنه له طالبانو او نورو بنسټونو دا ده چې د ښځینه وو لپاره د کار زمینه برابره کړی»
نوموړې وایی، چې اقتصادی ستونزو او پر ښځو د طالبانو له لوری بندیزونو د نارینه خبریالانو ترڅنګ ښځینه خبریالانې هم په روانی ناروغیو اخته کړې او درملنې ته اړتیا لری.
د ښکلا په نامه یوه بله ښځینه ژورنالېسته هم ورته شکایت کوی او وایی، د ننګرهار په یو شمېر رسنیو کې د ګوتو په شمېر پاتې ښځینه ژورنالېستانې چې په شکل د اشکالو له رسنیو سره کار کولو ته دوام ورکوی له اقتصادی ستونزو سره سره له امنیتی ننګونو خوندی نه ‌دی.
ښکلا زیاتوی:«زیاتره خبریالانې چې په ننګرهار او نورو ولایتونو کې یې په رسنیو کې دندې درلودې بې روزګاره شوی او کومې ژورنالېستانې چې په کم معاش اوس هم په رسنیو کې کار کوی؛ له امنیتی اړخه ځان خوندی نه احساسوی ځکه څو اوونۍ مخکې په مزار شریف کې پر خبریالانو چاودنه وشوه او هلته خبریالان مړه او ټپیان شول چې دې حالت زمونږ اندیښنې نورې هم زیاتې کړی او غوښتنه کوم، د طالبانو شته حکومت او نورې اړونده ادارې دې د خبریالانو ژوند خوندیتوب ته پام ډیر کړی.»
ندا په ننګرهار کې یوه بله ښځینه ژورنالېسته ده، چې نیږدې پنځه کاله یې په رسنیو کې کار کړی، کومه چې د طالبانو له راتګ راهیسې یې بې دندې شوې ده.
نوموړې د افغان خبریالانو په ځانګړی ډول د ښځینه ژورنالېستانو د خوندیتوب ترڅنګ دوی ته د کاری زمینو د برابریدو غوښتنه کوی.
هغه وایی، چې د طالبانو له خوا پر ښځو بندیزونو دوی ته اندېښنې زیاتې کړې او له دوی یې د عادی ژوند کولو حق اخیستی، چې له امله یې نه یوازې دوی دندې له لاسه ورکړی بلکې زیاتره یې بهرنیو هیوادونو ته په قاچاقی لارو تللی دی.
ندا زیاتوی:«زه په رسنیو کې پنځه کلنه تجربه لرم او د رسنیو په هره برخه کې کار کولای شم، خو طالبان چې راغلی دنده مې پریښې او ځان خوندی نه احساسوم ځکه امنیتی ننګونې هم زیاتې دی او اقتصادی ستونزې؛ هم نو غوښتنه کوو چې باید ښځینه ژورنالېستانو ته کاری زمینې برابرې شی او د دوی ستونزو ته دې د حل لار ولټول شی ځکه زیاتره یې له بې روزګارۍ له روانې اړخه کړیږی.»
ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور د اطلاعاتو ریاست د اطلاعاتو امر قریشی بدلون هم منی، چې رسنۍ او خبریالان د دوی له راتګ وروسته له اقتصادی ستونزو سره شوی، خو زیاتوی چې هڅه کوی دا ستونزې حل کړی.
بدلون زیاتوی:«دا خبره حقیقت لری چې په ننګرهار خبریالان له زیاتو اقتصادی ستونزو سره مخ دی او هم رسنۍ له مالی امکاناتو له کموالی سره مخ دی، خو مونږ هڅه کې یو چې د دوی ستونزو ته رسیده ګی وکړو او د ښځینه وو د کار په اړه د ټاکلی اصولو مطابق کار اجازه ورکول کیږی او زیاتو ته یې ورکول شوې هم ده.»
ختیځ کې د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې مسوولین هم منی، چې د طالبانو دحکومت په راتګ سره زیاتره ښځینه ژورنالېستانې بې روزګاره شوی او یو شمېر ښځینه خبریالانې او د رسنیو کارکوونکې له روانې ناروغیو ځورېږی.
د یادونې وړ ده چې په ننګرهار کې ۲۲ راډیوګانې او درې ټلوېزیونی شبکو فعالیت کاوه، چې له ډلې یې ۷ غږیزو او یوې تلویزیونی شبکې خپل فعالیت د اقتصادی ستونزو له امله درولی.
د خوندیتوب ټولنې د معلوماتو له مخې، تر ۲۰ زیاتې ښځینه کارکوونکې په یادو رسنیو ‌کې په دندو بوختې وې چې دمګړۍ ټولې یې په کور ناستې دی.