په ننګرهار کې یو ځوان ګرځنده کتابتون جوړ کړى
په ننګرهار کې یو ځوان ګرځنده کتابتون جوړ کړى

په ننګرهار کې یوه رضاکاره ځوان د مطالعې فرهنګ عامیدو او کتاب لوستنې ته د خلکو د هڅونې په موخه ګرځنده کتابتون جوړ کړی دی. دغه رضاکاره ځوان رحمن الله اتل نومیږی، چې په خپله ریکشا کې یې ګرځنده وړیا کتابتون جوړ کړی، دى هره ورځ د ښار په تفریح او عامه ځایونو ګرځی نه […]

په ننګرهار کې یوه رضاکاره ځوان د مطالعې فرهنګ عامیدو او کتاب لوستنې ته د خلکو د هڅونې په موخه ګرځنده کتابتون جوړ کړی دی.

دغه رضاکاره ځوان رحمن الله اتل نومیږی، چې په خپله ریکشا کې یې ګرځنده وړیا کتابتون جوړ کړی، دى هره ورځ د ښار په تفریح او عامه ځایونو ګرځی نه یوازې پر خلکو د مطالعې په موخه کتابونه ویشی بلکې کتاب لوستنې یې هم هڅوی.
هغه وایی،له دې چارې یې موخه له زده کړو بې برخې نجونې او هلکان زده کړو ته هڅول او د کتاب لوستنې فرهنګ دودول دی.
اتل وایی :«مونږ سره په دغه کتابتون کې شاوخوا ۴۰۰ کتابونه دی چې دینی، اروا پوهنې، تاریخ، وینا والی او مدیریت برخه کې کتابونه موجود دی او هڅه کې یو چې خپل فعالیتونه ولسوالیو او نورو ولایتونو ته هم وغځوو.»
نوموړی وایې، هڅه کوی د خپل فعالیتونو لړۍ له مرکز جلال اباد ښار سربیره لرې پرتو ولسوالیو او څیرمه نورو ولایتونو ته هم وغځوی.
هغه دغه راز له حکومت ځوانانو ته د کاری زمنیو برابریدو سربیره د زده کړو په برخه کې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړلو دروازو د خلاصیدو غوښتنه هم کوی.
اتل زیاتوی:«له حکومت مو غوښتنه دا ده چې ځوانانو ته باید په کور دننه او بهر د زده کړو زمینه برابره شی او هم دې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونو دروازې د اسلامی اصولو په چوکاټ کې پرانیستل شی.»
په همدې حال کې هغه نجونې چې اوسمهال د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړل کیدو له امله په کور ناستې دی، له یاد کمپاین خوښی څرګندوی او وایې، دا چاره په ټولنه کې د کتاب لوستنې دود پیاوړی کوی.
د ننګرهار یوه اوسیدونکې عایشه وایی«د کتاب لوستنې په موخه چې کوم اقدام شوی دا ډیر ښه هڅه ده په ځانګړی ډول د خویندو لپاره ځکه دوی هم د زده کړو او مطالعې حق لری.»

نوریه بیا د ښوونځیو او پوهنتونونو د خلاصېدو غوښتنه کوی او وایی :«زمونږ غوښتنه دا ده چې د نجونو پرمخ دې د ښوونځیو دروازې خلاصې کړی او دغه راز د پوهنتونو دروازې دې هم د نجونو پرمخ پرانیزی.»
بلخوا د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو آمر قریشی بدلون د مطالعې عامېدو په موخه د دا ډول هڅو ستاینه کوی او وایی، دا ډول هڅې د کتاب لوستلو مینه لا زیاتولی شی.
قریشی بدلون زیاتوی:«د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د هغه هڅو قدردانی کوی، چې د مطالعې فرهنګ عامولو او پراخولو لپاره کار کوی؛ د هغه ځوانانو ملاتړ کوو ،په هغه برخو کې چې زمونږ په وس پوره وی همکاری ورسره کوو او هم ورته اسانتیاوو برابریدو برخه کې همکارۍ ته چمتو یو.»
عام خلک هم د کتاب لوستنې پر دودېدو ټینګار کوی او له ځوانانو غواړی چې د ټولنیزو رسنیو له کارولو سره سره دې کتابونه هم ولولی.
په دې وروستیو کې له ننګرهار سربیره د هیواد په یو شمیر نورو ولایتونو کې د کتاب لوستنې کمپاینونه ډیر شوی او خلک یې هم ستاینه کوی.