ننګرهار کې یوه ځوان بې‌پیلوټه الوتکه جوړه کړې   
ننګرهار کې یوه ځوان بې‌پیلوټه الوتکه جوړه کړې   

خبرگزاری زنان افغانستان: یوه افغان ځوان په ننګرهار کې یوه بې‌پیلوټه الوتکه جوړه کړې. دا ځوان خان ولی نومېږی. نوموړی وایی، که څه هم عصری زدکړې یې نه دی کړی خو وایې، چې له کلونو هڅو وروسته وتوانېد چې په خپلو شخصی امکاناتو جوړې شوې الوتکې ته پرواز ورکړی. د هغه په خبره جوړه شوې […]

خبرگزاری زنان افغانستان: یوه افغان ځوان په ننګرهار کې یوه بې‌پیلوټه الوتکه جوړه کړې. دا ځوان خان ولی نومېږی.

نوموړی وایی، که څه هم عصری زدکړې یې نه دی کړی خو وایې، چې له کلونو هڅو وروسته وتوانېد چې په خپلو شخصی امکاناتو جوړې شوې الوتکې ته پرواز ورکړی.

د هغه په خبره جوړه شوې بې پیلوټه الوتکه یې نیم ساعت چارج ساتی، شاوخوا دوه کیلومټره پرواز کوی او په هوا کې د شل دقیقو لپاره پاتې کېدلی شی.

خان ولی زیاته کړه:« ما تر پنځم ټولګی زده کړی او د دې الوتکې په جوړیدو له ډیر وخت راهیسې مې کار پیل کړی و، دولس زره افغانۍ مصرف پرې راغلی او لګښت یې شخصی ما کړی، په دې طیاره کې ما له لرګی، برقی وسایلو استفاده کړې.»

د نوموړی په خبره د الوتکې پر جوړیدو یې دولس زره افغانۍ لګښت راغلی او د یو ریمونټ په وسیله کنترولیږی.

نوموړی د طالبانو له حکومت د لازمو اسانتیاوو د برابریدو غوښتنه کوی، څو دا وکولای شی ټولنې ته نورې اختراعوې ترسره کړی.