ننګرهار کې یوه کوچنۍ نجلۍ د نامعلومه کسانو لخوا وژل شوې
ننګرهار کې یوه کوچنۍ نجلۍ د نامعلومه کسانو لخوا وژل شوې

خبرگزاری زنان افغانستان: ننګرهار ولایت کامې ولسوالۍ کې نن جمعه د یوې کوچنۍ نجلۍ مړى موندل شوى چې د نامعلومه کسانو لخوا وژل شوې. د سیمې یو تن اوسېدونکی خبرګذارې زنان افغانستان ته وویل وژل شوې نجلۍ د مفتی نعیم الله لور او د کامې د پیرزو کلی اوسېدونکې وه چې د پنجنشبې ورځ د […]

خبرگزاری زنان افغانستان: ننګرهار ولایت کامې ولسوالۍ کې نن جمعه د یوې کوچنۍ نجلۍ مړى موندل شوى چې د نامعلومه کسانو لخوا وژل شوې.

د سیمې یو تن اوسېدونکی خبرګذارې زنان افغانستان ته وویل وژل شوې نجلۍ د مفتی نعیم الله لور او د کامې د پیرزو کلی اوسېدونکې وه چې د پنجنشبې ورځ د خپل کور څخه تښتول شوې.

هغه زیاتوی” ددې نجلۍ کورنۍ د کونړ ولایت دی چې کامه کې استوګن دی،دا معصومه نجلۍ پرون مازدیګر نادرکه شوې وه چې نن سهار د کور سره نږدې پټو کې یې جسد پیدا شوى چې ډېره په بې رحمۍ وژل شوې دواړه سترګې ویستل شوی،لاسونه یې مات او په خوله کې ورته خټه ایښودل شوې وه”

هغه په خبره کورنۍ یې له چاسره شخصی دښمنی نه لرله.

د سیمې امنیتی مسٶلینو په دې اړه د څېړنې او پلټنې ډاډ ورکړى او ویلی یې دی چې قاتل به ډېر ژر پیدا او سزاء به ورکړی.