ننګرهار کې یو خیریه بنسټ په تیر یوه کال کې ۱۲۰۰ میرمنې د خیاطۍ په برخه کې روزلی دی
ننګرهار کې یو خیریه بنسټ په تیر یوه کال کې ۱۲۰۰ میرمنې د خیاطۍ په برخه کې روزلی دی

ننګرهار کې یو خیریه بنسټ په تیر یو کال کې سلګونه میرمنې د خیاطۍ په برخه کې روزلی او هم یې ورته د کار زمینه برابره کړې ده. د ګلبهار په نوم د بنسټ مسولین وایی، چې په تیر یوه کال کې یې د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار او بیلابیلو ولسوالیو کې ۱۲۰۰هغه […]

ننګرهار کې یو خیریه بنسټ په تیر یو کال کې سلګونه میرمنې د خیاطۍ په برخه کې روزلی او هم یې ورته د کار زمینه برابره کړې ده.

د ګلبهار په نوم د بنسټ مسولین وایی، چې په تیر یوه کال کې یې د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار او بیلابیلو ولسوالیو کې ۱۲۰۰هغه مېرمنې د جامو ګنډلو په برخه کې روزلی دی، چې د کور مسوولیت پر غاړه لری او یا هم له بد اقتصادی وضعیته کړېږی.

د یاد بنسټ مطبوعاتی مسول عبدالرازق همدرد وایی، چې دوی تازه په جلال اباد ښار کې۱۵۰ نورې هغه کونډې او بیوزله میرمنې چې د خیاطۍ په برخه کې روزنه ورکړل شوې وه فارغې کړې.
نوموړی زیاتوی پر یادو مېرمنو یې د یو میلیون افغانیو په ارزښت د خیاطۍ ماشینونه او نور وسایل وویشل، څو د خپل کورنی اقتصاد پیاوړتیا او ستونزو حل په برخه کې ترې ګټه واخلی.
همدرد زیاتوی:«مونږ د یو کال په موده کې دولس سوه میرمنې د خیاطۍ په برخه کې روزلی او دا میرمنې د ننګرهار د بیلابیلو سیمو څخه وې او هر پروګرام کې ۱۵۰ میرمنو ته د خیاطۍ روزنه ورکول کیږی او دغه راز مو تازه ۱۵۰ میرمنې فارغې کړې چې د یو میلیون افغانیو په ارزښت ورته وسایل ورکړل شول.»
د نوموړی په خبره په دوی کې هغه مېرمنې شاملې دی، چې د کور مسوولیت پر غاړه لری او یا هم له بد اقتصادی وضعیته کړېږی.
عایشه د هغه مېرمنو له ډلې دی چې په دې پروګرام کې روزل شوې خوښی ښکاره کوی او زیاتوی چې د ناسم اقتصادی وضعیت له کبله له زیاتو ستونزو سره مخ ده او تمه ښیی چې په خپلو کورونو کې د کار پیلولو پرمټ به وکولای شی چې له دې لارې د خپلې کورنۍ لګښتونه تر یوه بریده پوره کړی.
عایشه زیاتوی:«خاوند مې ناروغ دی او نور اولادونه مې کوچنی دی، د پېسو د پیدا کیدو بله لاره نه لروم، د همدې خیاطۍ له لارې به پېسې ګټو او د خپلې کورنۍ اقتصادی ستونزې به حل کوم.»
په ورته مهال د یاد پروګرام یوه ګډونواله میرمن زرمینه له نورو مرسته‌کوونکو بنسټونو هم غواړی، چې د مېرمنو لپاره دې ورته ځانګړی برنامې جوړ کړی، څو وکولای شی چې په خپلو کورونو کې د کار او زیار پرمټ خپلو ستونزو ته حل لار وګوری.
زرمینه زیاتوی:«که چیرې په کورنۍ کې ښځه او خاوند دواړه کار وکړی نو په دې سره کورنی تاوتریخوالی هم نه رامنځته کیږی او دغه راز له نور بنسټونو هم غواړو چې باید د ښځو لپاره دې د کار زمینه برابره کړی.»
په هیواد کې د سیاسی تحولاتو وروسته اقتصادی ستونزو له امله ګڼ خلک کړېږی او غوښتنه کوی، چې حکومت دې د شته اقتصادی ستونزو د حل په موخه د کوچنیو کاروبارونو په زیاتیدا ټینګار وکړی.