ننګرهار کې یو زوى خپل پلار وژلى
ننګرهار کې یو زوى خپل پلار وژلى

خبر گزاری زنان افغانستان: د ننګرهار ولایت دره نور ولسوالۍ کې یو ځوان خپل پلار ته تبر په وسیله وژلى. د ننګرهارامنیه قومندانی لپاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلى وایی چې یاده پېښه پرون سه شنبه ددې ولایت دره نور ولسوالۍ په “وایګل”کلی کې رامنځته شوې. هغه زیاته کړې چې یاده پېښه د زوى او […]

خبر گزاری زنان افغانستان: د ننګرهار ولایت دره نور ولسوالۍ کې یو ځوان خپل پلار ته تبر په وسیله وژلى.

د ننګرهارامنیه قومندانی لپاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلى وایی چې یاده پېښه پرون سه شنبه ددې ولایت دره نور ولسوالۍ په “وایګل”کلی کې رامنځته شوې.

هغه زیاته کړې چې یاده پېښه د زوى او پلار دخپل منځی جګړې په پایله کې رامنځته شوې.

د زابلی په وایی زوى یې خپل پلار په تبر وهلى چې وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړې او مړ شوى.

د زابلی په وینا قاتل په تېښته بریالى شوى چې د امنیتی ځواکونو له لورې یې د نیولو هڅې روانې دی.

دا لومړى ځل نه دى چې په ننګرهار کې یو زوى خپل پلار وژلى،لدې پېښې څه موده وړاندې د ننګرهار د بټی کوټ ولسوالۍ کې هم یو زوى خپل پلار د تفنګچې په ډزو وژلى و چې لامل یې کورنى تاوتریخوالى ښودل شوى و.