ننګرهار کې یو ځوان لسګونه ماشومانو ته په وړیا ډول د زده کړو زمینه برابره کړې
ننګرهار کې یو ځوان لسګونه ماشومانو ته په وړیا ډول د زده کړو زمینه برابره کړې

د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې یو ځوان لسګونه یتیمو او بیوزله ماشومانو ته په وړیا ډول د زده کړو زمینه برابره کړې ده. جاوید حضرت په ننګرهار کې یو له هغه ځوانانو څخه دی، په دغه ولایت کې یې یتیمو او بیوزله ماشومانو لپاره د زده کړو وړیا مرکز جوړ کړی. نوموړی […]

د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې یو ځوان لسګونه یتیمو او بیوزله ماشومانو ته په وړیا ډول د زده کړو زمینه برابره کړې ده.

جاوید حضرت په ننګرهار کې یو له هغه ځوانانو څخه دی، په دغه ولایت کې یې یتیمو او بیوزله ماشومانو لپاره د زده کړو وړیا مرکز جوړ کړی.
نوموړی وایی، اوسمهال یې د ۳۰ نجونو په ګډون ۸۵ یتیمو او بیوزله ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړې.
د حضرتی په وینا په دې زده کوونکو کې هغه یتیم او بیوزله ماشومان شامل دی، چې له دې وړاندې په ښار کې د ډیر فقر له امله سوال کاوه او زیاتره یې په درنو کارونو بوخت وو.
حضرتی زیاتوی:«مونږ سره په دې مرکز کې ۸۵ یتیم او بیوزله ماشومان زد کړې کوی، چې له ډلې یې ۳۰ نجونې او ۵۵ هلکان دی، موخه مو هغه ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابرول دی د ښار کې په درنو کارونو بوخت دی او د زده کړو وس نه لری.»
نوموړی وایی، له نیږدې پنځه میاشتو راهیسې یې دا لړۍ پیل کړې او یتیمانو ته په څلورو برخو کې زده کړوې ورکول کیږی.
حضرتی همداراز زیاتوی که شتمن هیوادوال یې لاسنیوی وکړی نو په پلان کې لری چې په راتلوونکې یادو زده کړوونکو ته د حرفوی زده کړو په برخه کې هم زمینه برابره کړی.
حضرتی زیاتوی:«اوسمال یادو زده کوونکو ته مونږ په څلورو برخو کې زده کړې ورکوو، چې انګلیسی، خطاطی، رسامی او د خطاطۍ برخو کې زد کړې ورکول کیږی، خو که چیرې شتمن هیوادوال زمونږ لاسنیوی وکړی نو په دوی ته به د حرفوی زده کړو په برخه کې هم د زدوه کړو زمینه برابره کړو.»
هغه یتیم او بیوزله ماشومانو ته چې په دې مرکز کې د زده کړو زمینه برابره شوې، خوښی څرګندوی او له نورو هیوادوالو هم د لاسنوی غوښتنه کوی.
شکریه د هغه بیوزله ماشومانو له ډلې ده چې اوس یې کورنۍ له اقتصادی ستونزو سره مخ ده، خو خوښې څرګندوی چې د سواد زده کړو په برخه کې ورته زمینه برابره شوې وه.
شکریه زیاتوی:«خوشاله یم چې دلته راته وړیا زده کړې راکول کیږی په نور ځایونو کې مو د فیس د ورکړې وس نه کیږی، ځکه مونږ بیوزله یو او له نورو هیوادوالو غواړو چې زمونږ لاسنیوی دی وکړی.»
له دې سربیره د ننګرهار د کار او ټولنیزو چارو ریاست په چوکاټ ګڼ د بیوزله او یتیمو ماشومانو د لاسنیوی په برخه کې ګڼ شمیر نور بنسټونه هم فعالیت کوی.
د یاد ریاست د مالوماتو له مخې چې په تیر یوه کال کې یې سلګونه بیوزله ښځینه او نارینه وو، سربیره ګڼ شمیر بیوزله او یتیمو ماشومانو ته په مختلفو برخو کی روزنه ورکړی ده او لا هڅه کوی چې د حرفوی زده کړو په برخه کې پیل شوې لړۍ دوامداره وساتی .