ننګرهار کې ۶۰ ځوانان له بېلابېلو حرفوی زده کړو فارغ شول
ننګرهار کې ۶۰ ځوانان له بېلابېلو حرفوی زده کړو فارغ شول

د ننګرهار په بټی کوټ ولسوالۍ کې د حرفوی زده کړو له یوه مرکز څخه ۶۰ ځوانان له بېلابېلو حرفوی زده کړو فارغ او کاری وسایل پرې ووېشل شول. د دغه ولایت لپاره د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوی فریدالله حقانی وویل، دغه ځوانان د خیاطۍ او مبایل جوړلو په برخه کې […]

د ننګرهار په بټی کوټ ولسوالۍ کې د حرفوی زده کړو له یوه مرکز څخه ۶۰ ځوانان له بېلابېلو حرفوی زده کړو فارغ او کاری وسایل پرې ووېشل شول.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوی فریدالله حقانی وویل، دغه ځوانان د خیاطۍ او مبایل جوړلو په برخه کې له شپږ میاشتنیو زده کړو وروسته فارغ شول.

هغه زیاتوی، ځوانانو ته د دغو حرفوی زده کړو مالی ملاتړ د (ستاسې غږ) موسسې له لوری شوی و او موخه یې هم د ځوانانو پر ځان بسیا کیدل دی.

له حرفوی زدهړکړو تازه فارغ شوی ځوان بلال احمد وایې، د موبایل جوړولو برخه کې یې زده کړې کړی او هڅه کوی، له همدې لارې د خپلې کورنۍ اقتصادی ستونزې حل کړی.

نوموړی له نورو مرستندویه موسسو هم د ورته پروګرامونو د پلی کولو غوښتنه کوی.

له دې وړاندې هم د ننګرهار په مرکز او ولسوالیو د ورته حرفوی زده کړو له مرکزونو په سلګونه ځوانان فارغ شوی چې نیمایې برخه یې ښځې دی.