ننګرهار کې ۸۰ بې سرپرسته مېرمنو ته د خیاطۍ زده کړې او وسایل ورکړل شوه
ننګرهار کې ۸۰ بې سرپرسته مېرمنو ته د خیاطۍ زده کړې او وسایل ورکړل شوه

خبرگزاری زنان افغانستان: د ننګرهار محلی چارواکی وایی، چې د افغانی سرې میاشتې ټولنې له لوری د جاپان هېواد په مالی ملاتړ او د نړیوال فیدریشن په تخنیکی مرسته ننګرهار کې ۸۰ بې سرپرسته کونډو ته د خیاطۍ په برخه کې څلور میاشتنیو حرفوی زده کړو وروسته د ۲۶ لکه ۸۹ زره ۲۸۰ افغانیو په […]

خبرگزاری زنان افغانستان: د ننګرهار محلی چارواکی وایی، چې د افغانی سرې میاشتې ټولنې له لوری د جاپان هېواد په مالی ملاتړ او د نړیوال فیدریشن په تخنیکی مرسته ننګرهار کې ۸۰ بې سرپرسته کونډو ته د خیاطۍ په برخه کې څلور میاشتنیو حرفوی زده کړو وروسته د ۲۶ لکه ۸۹ زره ۲۸۰ افغانیو په ارزښت، ۴۰ قلمه اړوند وسایل ورکړل شوه.

د افغانی سرې میاشتې د مرستونونو رئیس الیاس خېل ناصری د یادې مرستې د ویش پرمهال له کونډو وغوښتل، چې له مرسته شوو توکو څخه د خیاطۍ په برخه کې لازمه استفاده وکړی.

نوموړی دغه راز په نړیوالو ټولنو غږ وکړ، چې د بې سرپرسته کونډو د لاسنیوی په برخه کې دې افغانی سرې میاشتې سره په ګډه خپلو همکاریو ته پراختیا ورکړی.

د هغه په خبره د یادو مرستو له ویش څخه موخه د بیوزله میرمنو بر ځان بسیاینه ده، څو وکولای شی له دې لارې د خپلې کورنۍ اقتصادی ستونزې حل کړی.

هغه میرمنو چې مرستې یې ترلاسه کړی خوښی څرګندوی او د ورته نورو مرستو غوښتوونکې دی.