نورستانۍ میرمنې:په کافی اندازه روغتیایی خدمتونو ته لاسرسى نه لرو
 نورستانۍ میرمنې:په کافی اندازه روغتیایی خدمتونو ته لاسرسى نه لرو

د نورستان ولایت یو شمېره میرمنې شکایت کوی چې په دې ولایت کې د ښځو لپاره روغتیایی خدمتونه نشته او په کافی اندازه ورته لاسرسى نه لری. ځلا نورستانۍ وایی د نورستان مرکز څخه پرته نورو ولسوالیو کې روغتیایی مرکزونه نشته او په ځانګړې توګه ښځو روغتیایی خدمتونو ته په کافی اندازه لاسرسى نه لری. […]

د نورستان ولایت یو شمېره میرمنې شکایت کوی چې په دې ولایت کې د ښځو لپاره روغتیایی خدمتونه نشته او په کافی اندازه ورته لاسرسى نه لری.

ځلا نورستانۍ وایی د نورستان مرکز څخه پرته نورو ولسوالیو کې روغتیایی مرکزونه نشته او په ځانګړې توګه ښځو روغتیایی خدمتونو ته په کافی اندازه لاسرسى نه لری.

هغه زیاتوی(مرکز پارون کې تر یوې اندازې پورې د ښځو لپاره صحی خدمات شته،خو لرې ولسوالۍ او کلی چې زیاتره یې غرنۍ سیمې دی ښځې له سختو روغتیایی ستونزو سره مخ دی او د درملنې لپاره پخپل سرکورنی درمل کاروی.)

د نورستان یوتن ټولنیز فعال چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شی د افغان ښځو خبری آژانس ته وویل:(نورستان یو صب العبور سیمه ده اکثریت لرې ساحه لری ښځی په شاقه کارونه بوختې دی او صحی مراکز په اکثریت ځایونو شته خو څومره ضرورت ده کار ندی شوی)

شېبه چې د نورستان ولایت ټولنېزه فعاله ده وایی په لرې پرتو سیمو کې اوس کله کله ګرځنده روغتیایی ټیمونه راځی او د ښځو تشخیص اودرملنه کوی خو د دولت لخوا داسې ځانګړى کار چې د ښځو لپاره دایمی روغتونونه موجود وی ندى شوى،هغه زیاتوی(په نورستان کې د سیار ټیمونو لخوا د ښځو درملنه کېږی،همداراز ځینی غیر دولتی موسساتو لخوا لکه سویډن کمېټې لخوا د FHAپه نوم کلینکونو جوړ شوی خو موقتی ډول،ځینی قابلی او په کمه اندازه ډاکترانې ګمارل شوی چې ښځینه و درملنه یې کوله تر یو وخته پورې بند و ځکه چې د فیملی پلانینګ لپاره یې ښځو ته خدماتو وړاندې کول خو اوس طالبانو په دې برخې بندیز لګولى،خو هر کلی کې نه وو ځکه یو کلى له بل کلی ډېره لرې فاصله کې پروت دى اود ښځو لپاره قابلی شته خو ډاکترانې نشته ځکه نورمال ولادت ورکولى شی خو چې لږ شدید یا خطرناک وی بیا یې دبری کوټ، ننګرهار یا کونړ روغتیایی مرکزونو ته راجع کوی.

هغه همدا راز وویل (هلته د TBیا تبرکلوز،ملریا،کانګو او نور مرضونه ډېر دی خو د تشخیص لپاره یې روغتیایی مرکزونه کم دی،بله ستونزه خرابې لارې او خام سړکونه دی چې د ناروغانو انتقال یې ستونزو سره مخ کړى او کلیو خلک نشی کولى خپل ناروغان مرکزی روغتون ته ورسوی ځکه په کلیو کې د دولت لخوا روغتونونه نشته)

دوى له غیر دولتی، نړیوال موسساتواو د طالبانو له سرپرست حکومت څخه غوښتنه کوی چې ددوى لپاره مجهز روغتیایی مرکزونه او روغتونونه جوړ کړی څو خپل روغتیایی ستونزې پروخت حل کړی.

ومو غوښتل چې په دې اړه د نورستان د عامې روغتیا ریاست نظر ځان سره ولرو خود ډېرو هڅو سربېره یې زمونږ پوښتنو ته ځواب ورنکړ.