نورستان کې د سیلانیانو د اوسیدو لپاره هوټل جوړیږی
نورستان کې د سیلانیانو د اوسیدو لپاره هوټل جوړیږی

  نورستان ته په دې وروستیو کې د هیواد له بېلابېلو ولایتونو څخه د سیاحت لپاره ګڼ شمېر سیلانیان ورمات شوی، خو هلته د اوسیدو ځای نشتون له ستونزو سره مخ کړی دی. ذاهد احمد چې له ننګرهاره نورستان ته د تفریح لپاره ورغلی وایی، که څه هم د دغه ولایت د ښکلاوو په لیدو […]

 

نورستان ته په دې وروستیو کې د هیواد له بېلابېلو ولایتونو څخه د سیاحت لپاره ګڼ شمېر سیلانیان ورمات شوی، خو هلته د اوسیدو ځای نشتون له ستونزو سره مخ کړی دی.
ذاهد احمد چې له ننګرهاره نورستان ته د تفریح لپاره ورغلی وایی، که څه هم د دغه ولایت د ښکلاوو په لیدو خوښ دی، خو له ځایی مسوولانو هلته د اوسیدو لپاره د هوټلونو او نورو لازمو اسانتیاوو د برابرولو غوښتنه کوی.
حمیدالله زیاته کړه:«نورستان ته راتګ مې لوی ارمان و او خلکو به کېسې کولې چې نورستان طبیعی ښکلا لری، نو دلته مونږ راغلو خو دلته بدبختانه چې د سیلانیانو لپاره د هوټل سهولتونه نشته دی.»
په همدې حال کې د نورستان د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوی سمیع الحق حق بیان وویل، چې په دغه ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوری د سیلانیانو د تم کیدو او اوسیدو لپاره په دوه جریبه ځمکه معیاری هوټل جوړیږی.
نوموړی هیله مند دی چې د یاد هوټل په جوړیدو سره به نه یوازې د سیلانیانو شته ستونزې حل شی،بلکې دغه ولایت ته به د سیلانیانو په پام اړولو کې هم مهم رول ولری.
حق بیان زیاتوی:«په دوه جریبه ځمکه هوټل جوړیږی او بودیجه هم د مالیې وزارت له لوری منظور شوې ده، په نورستان کې هوټلونه شته خو دا به لومړنۍ معیاری هوټل وی چې ټولې اسانتیاوې به ولری او هڅه کې یو؛ چې دا هوټل د راتلوونکی کال لپاره سیلانیانو ته د اوسیدو جوګه شی.»
نوموړی زیاتوی هڅې یې پیل کړې، چې په دې ولایت کې سوداګر د هوټلو جوړویدو په برخه کې پانګونې ته وهڅوی.
هرکال د اوړی په راتګ نورستان ته د هېواد له بېلابېلو ولایتونو ډلې ډلې ځوانان په چکر ورځی.
ځینې نورستان ته تلوونکی سیلانیان دې ولایت ته د غځیدلې لارې په اوږدو کې له ستونزو شکایت کوی.
د سیلانیانو له ډلې شریف الله وایې، د کونړ-نورستان ترمنځ د لوې لارې ځینې برخې په دې وروستیو سېلابونو تخریب کړی، چې له امله یې د سېلانیانو ورتګ ستونزمن شوی.
شریف الله زیاتوی:«لاره یې ډیره خرابه ده ځکه واړې موټرې پرې نشی تللای نو که حکومت یې جوړیدو ته پآم وکړی او څنګه چې نورستان د ملی پارک په نامه نومول شوی نو که چیرې پام ورته وشی زیات سیلانیان به دې ولایت ته راشی.»
نورستان په ختیځ کې هغه ولایت دی چې له طبعیې ښکلا برخمن او په دې وروسیتو کې یې ښایسته چاپیریال د خلکو پام ځان ته اړولی چې اوسمهال یې سیلانیان له لرې پرتو ولسوالیو لیدنه کوی.